IQNA

ايت الله خامنه ای: په اسلامی اصولو دريدنه او په ډګر كې د خلكو پراخ شتون به د دښمنانو ټؤلې دسيسې له ماتې سره مخامخ كړ

20:51 - April 29, 2013
د خبر لمبر: 2525992
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی د غونډې په پرانيستونكو مراسمو كې د خپلې وينا په ترځ كې وويل په اسلامی اصولو دريدنه او په ډګر كې د خلكو پراخ شتون به د دوښمنانو مكررې دسيسې او چلولونه له ماتې سره مخامخ كړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی د اسلامی ویښتيا له كلمې د استكبار او ارتجاع د جبهې ويرې ته په اشارې سره څرګنده كړه نن ورځ اسلامی ویښتيا يوه حقيقی ویښتيا ده چې په ټوله نړۍ كې ېې نښې نښانې را څرګندې شوې دی او تر ټولو مهمه نښه ېې په عمومی افكارو په تيره د ځوانانو په منځ كې د استكبار د جبهې كرغیړن او تيری ګر انځور او د اسلام د عظمت او مجد بيا احيا ده .
د انقلاب معظم لارښود زياته كړه نن ورځ د ايران د اسلامی انقلاب روښانه تجربه د نورو ملتونو په وړاندې ده او هغوی چې د استكبار او استبداد په وړاندې راپورته شوی كولای شی فاسد او په امريكا پورې تړلی حكومتونه نسكور او يا متزلزل كړی .
هغوی د دينی علماوو درنې دندې ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د دين علماء دينداره خلك او رجال بايد په دې حساس وخت كې ډير متوجه او مراقب وی او د امريكا او اسرائيلو دسيسو ته په اشارې سره ېې زياته كړه د دنيا او متاع په رنګين دسترخوان كيناستل ، د زر او زور واكوالانو ته د تسليم سر ټیټول او د ملګرتيا لاس وركول د خلكو د باور له لاسه وركولو تر ټولو ستر عامل دئ .
آيت الله خامنه ايی د ليبيا، مصر، تونس، پاكستان، عراق، سورېې او لبنان حالاتو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه لويدیځ او په لويدیځ پورې تړلې رسنۍ د سورېې ورانوونكې جګړه د شيعه او سنی تر مينځ جګړه معرفی كوی تر څو د صهيونيستانو او د سورېې او لبنان د مقاومت د دښمنانو لپاره يوه امنه فضاء را منځته كړی، په داسې حال كې چې د سورېې د جګړې دواړه اړخونه نه سنی او نه شيعه دی بلكې د صهيونيستی ضد مقاومت مخالفان او پلويان دی.
آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی د بحرين حالاتو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د بحرين اكثريت مظلوم خلك له اوږدو كلونو راپه ديخوا د يوه ملت له اساسی حقوقو او د راېې له حقه بې برخې شوې او اوس د خپل حق تر لاسه كولو لپاره راپورته شوی خو له دې امله چې مظلوم اكثريت شيعه دئ او د بحرين سيكولر او ظالم حكومت د سنی والی تظاهر كوی د امريكا او اروپا تبليغاتی دستګاوې او په سيمه كې د هغوی ملګری دې شخړې ته هم د شيعه او سنی د شخړې نوم وركوی خو نوموړی دا پوښتنه مطرح كړه چې آيا واقعيت همداسې دئ ؟ او ټينګار ېې وكړ دا مسلی د دين علماء او منصف مصلحان غور دقت او د مسئوليت احساس ته وربولی او په اسلامی ټولنه كې د مذهبی قومی او ګوندی اختلافاتو په رابرسيره كولو كې د دوښمنانو هڅې د هغوی مقابله پر ټولو مسلمانانو فرض ګرځوی .
د اسلامی انقلاب لارښود د فلسطين د مسئلې په اړه هم ټينګار وكړ هر هغه څوك چې د قدس شريف د آزادۍ د فلسطين د ملت د نجات او د فلسطين د خاورې ګټلو شعارونه منی يا ېې كونج ته كړی متهم دی. بلكې اسلامی امت بايد په هرځای او هر وخت كې دا معيار روښانه او په اساسی ډول تر نظر لاندې ونيسی.
1219899
captcha