IQNA

د عالمانو او اسلامی ویښتيا نړيواله غونډه، په اسلامی نړۍ كې د تعامل پياوړتيا

21:13 - April 29, 2013
د خبر لمبر: 2525997
نړيواله ډله: د عالمانو او اسلامی ویښتيا د نړيوالې غونډې د جوړېدو د مركز مشر په تهران كې وويل چې دغه غونډه به په نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو كې د اسلامی نړۍ د شخصيتونو د رامنځ ته كېدو او تعامل د پياوړتيا زمينه جوړونكې وی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی ویښتيا او عالمانو د نړيوالې غونډې د جوړېدو د مركز مشر، علی كريميان په تهران كې زموږ له خبريال سره په مركه كې زياته كړه چې په تهران كې د عالمانو او اسلامی ویښتيا په نړيواله غونډه كې په اسلامی هېوادونو په ځانګړ ې توګه په هغو هېوادونو كې چې هلته اسلامی ویښتيا پرځایښت موندلی دی له مسلمانانو سره د مرستې لپاره لارې چارې وړاندې كړی.
كريميان په تهران كې د عالمانو او اسلامی ویښتيا نړيواله غونډه د مذهبی فتنو د سختېدو، د فلسطين مسئلې، اسلامی مقاومت او په ځانګړې توګه د سوریې كړكيچ ددغې غونډې لومړيتوبونه اعلان كړل
كريميان ددې په اعلانولو سره چې له اسلامی نړۍ څخه په تهران كې د عالمانو او اسلامی ویښتيا په نړيواله غونډه كې د ګډون لپاره له ۷۰۰ ډېر شخصيتونو ته بلنه وركړل شوې، زياته یې كړه چې ددې دوه ورځنۍ غونډې چې د اپريل په ۲۹مه او ۳۰مه به ترسره شی ۷۰ كاری چورليزونه اټكل شوی
1219639
captcha