IQNA

په تهران كښې د اسلامی ویښتيا دعلماو په نړيوالې غونډې كښې د اسلامی امت په اتحاد ټينګار

10:18 - May 01, 2013
د خبر لمبر: 2526839
نړيواله ډله: د اسلامی بيدارۍ د علماو په نړيوالې غونډې كښې ګډون كونكو علماو او استازيو په شپږو (۶) تخصصی غونډو كښې دمشكلاتو او چيلنجونو په وړاندې داسلامی دنيا داتحاد او اسلامی ویښتيا ته په اړونده مسايلو غور وكړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، د اسلامی ویښتيا او علما دوه (۲) ورځنۍ غونډې داسلامی ویښتيا دټولنې دترټولو مهمې غونډې په توګه دكابو اووسو (۷۰۰) كورنيو او خارجی ميلمنو په ګډون سره پرون په تهران كښې دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه په ګډون سره كار پيل كړ .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ددغه غونډې دپرانيستلو په وخت په مهمې وينا كښې له مختلفو زاويو داسلامی ویښتيا دسترې ښكارندې په بيانولو سره داسلامی بيدارۍ حقيقت ددغه ستر حركت په لرليد كښې وباله .
هغه حضرت د افريقا په شمال كښې داسلامی ویښتيا دغورځنګونو دكمزورتياو دمعلومولو په ترڅ كښې ټينګار وكړ :« په اسلامی اصولو دريدل او په ډګر كښې دخلكو شتون هغه دوه (۲) اصلی او مهم عوامل دی چې د دښمانانو دسيسې او چلولونه شنډوی .
دمذهبونو دنږدې كولو دټولنې عمومی منشی ايت الله محسن اراكی هم په دغه غونډې كښې په اسلامی ویښتيا كښې دعلماو رول ته په اشارې سره ددغه بدلون دپيل ټكی دايران داسلامی انقلاب له كبله وباله او ویې ويل په وروستيو بدلونونو كښې دامت علماو د ديكتاتورو واكمنانو دظلم په او دواكمنو حكومتونو دناجايزتوب په بيانولو سره خلك دخپلو واكمنانو پرضد دحالاتو بدلولو ته و هڅول .
ايت الله اراكی همدغه راز داسلامی ویښتيا دبهير دراتلونكی په باره كښې وويل په پريكنده توګه داسلامی ویښتيا بهير به دوام ولری او سوكه سوكه به په هغو كښې نفوذی بهيرونه وپيژندل شی او برابر به شی .
داسلامی ویښتيا او امت دعلماو دغونډې اجرايی سيكرټر حجت الاسلام المسلمين علی كريميان هم وويل ددغه غونډې په باره كښې كابو اوويا (۷۰)كاری چورليزونه پلان شوی دی او ددغه غونډې په پاې كښې به دتهران بيانيه خپره شی .
داسلامی ویښتيا او امت دعلماو دغونډې اجرايی سيكرټر دغه راز دسوریې دكړكيچ دحل لپاره دعلماو د ډلې دجوړيدا په ګټور بللو سره وويل كه چيرې په غونډې كښې ګډون كونكی دسوریې دمسلې دحل لپاره داسلامی دنيا له علماو څخه دجوړې ډلې يعنی دتماس ډلې دجوړيدا په باره كښې كوم وړانديز مطرح كړی نو هركلی به یې وشی .
د روسیې دمفتيانو دشورا مشر روايل عين الدين هم په دغه غونډې كښې اسلامی ویښتيا په اسلامی دنيا كښې ستره پیښه و بلله او ویې ويل نن سبا اسلامی امت له شخړې څخه دډډه كولو او د ورورګلوۍ او دوستۍ په لور حركت كولو ته ضرورت لری او بايد له هغو بد اخلاقيو چې له اسلامی دنيا بهر داسلامی امت لپاره پلانیږی ځانونه ليری كړی .
دروسیې ستر مفتی اسلام داخلاقی ارزښتونو د نسكوريدا ، او د اقتصادی او مالی كړكيچونو او دپوځی شخړو په شمول دبشری ټولنو ډيرو مشكلاتو ته ځواب ويونكی وباله او ټينګار یې وكړ په اسلامی دنيا كښې اسلامی ویښتيا دافريقا په شمال او دمينځنی ختیځ په هيوادونو كښې سترې برياوې لرلی دی چې بايد ددينی علماو په هڅې سره په سمه لاره هدايت شی او دوام ومومی .
دروسیې دمركزی سيمې دمسلمانانو دروحانيت د ادارې مشر طلعت تاج الدين هم په يوې وينا كښې وويل دايران اسلامی جمهوريت په اسلامی تمدن كښې دښې ونډې او په وياړمن پړاو لرلو سره ددغه هدف په تحقق كښې مهم رول لوبولای شی .
دافغانستان مشهور روحانی ايت الله محمد اصف محسنی هم په تهران كښې داسلامی ویښتيا او علماو په غونډې كښې په دې خبرې سره چې دمسلمانانو ترمينځ وحدت داستكبار او دسلطه ګرانو ددسيسو دماتی سبب كیږی وويل مسلمانان بايد له سترو قدرتونو ونه ويریږی .
داسلامی او غير اسلامی هيوادونو دعلماو او متفكرانو په پرونۍ غونډې كښې شپږ (۶) كميسيونونه چې پكښې داسلامی بيدارۍ نظری بنسټ ، په اسلامی ویښتيا كښې دعلماو رول ، علما، فرصتونه او ګواښونه ، په اسلام كښې د وړ حكومتی نظام ، راتلونكی نړۍ او داسلامی امت مقام او پيغمبر اكرم ص داسلامی امت دوحدت چورليز دی جوړ شول .
ددغه كانفرنس په باره كښې څه دپاسه درې سوه پنځوس (۳۵۰) مقالې داسلامی ویښتيا دټولنې دارالانشا يا سيكریټریټ ته استول شوی دی او دفلسطين او اسلامی مقاومت مسله او له مذهبی فتنې او له اسلام څخه دخلكو دويرولو له مسلې سره مقابله كول په دغه نړيوالې غونډې كښې دعلماو ترمينځ دنظر دتبادلو نور چورليزونه دی .
1221027
captcha