IQNA

ايت الله خامنه ای: د مسلمانانو د يووالی او اتحاد د بللو ژبه الهی ده

18:17 - June 08, 2013
د خبر لمبر: 2544116
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وفرمايل، اوس هره ژبه او خوله چې مسلمانان يووالی ته وبولی، الهی خوله او ژبه ده، خو هغه ژبه او خوله چې مسلمانان او اسلامی مذهبونه له يو بل سره د دښمنۍ لپاره وهڅوی،شيطانی ده.
د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن سهار د قرآن شريف د نړيوالو سياليو په ديرشم پړاو كې له ګډون كونكو قاريانو او استادانو سره په كتنې كې ، مسلمانانو ته د قرآن شريف له مهمو اوامرو،د يووالی ساتل وبلل ا و ټينګار یې وكړ، د قرآنی معارفو زده كول،سلامت،امنيت ، عزت ته د رسيدا او د قرآن كريم د تعاليمو په سيوری كې د مسلمانانو د ژوند د برابريدا زمينه ده .

هغوی له قرآن او دهغه له نيكرغه كونكو معارفو سره د مسلمانانو د زياتې آشنايی او مينې په اړتيا په ټينګار سره زياته كړه:مسلمانانو ته له قرآنی خطابونو ،د الهی چورليز په اساس يووالی،او نه بيليدل دی چې په مقابل كې یې،استعماری روزنه او ردې شته دی، چې د كار ايجنډا یې ، د مسلمانانو تر منځ اختلاف او د مذهبی تعصبونو سختول دی.
هغوی د ځينو اسلامی حكومتونو غوليدلو او د ښمن په ډګر كې یې لوبې ته په اشارې سره جوته كړه،دمسلمانانو تر منځ يووالی او اتفاق ،يوه چټكه فريضه ده .

د رهبرۍ ستر مقام،د ړندې ترهه ګرۍ وژلې او غميزې ،او دنيواګر صهيونست رژيم لپاره د فرصت رامنځته كيدل،د اسلامی امت تر منځ د تفرقې علت وباله او وې فرمايل:اوس د مسلمانانو او اسلامی حكومتونو لپاره دامتحان ورځ ده او اسلامی ملتونو بايد بشپړه هوښيار اوسی.
هغوی د اسلامی نړۍ په ضد لويدیځ اسلام ځپنې او د دښمنيو څپې ته په اشارې سره ټينګار وكړ،لويدیځ دښمنانو د مسلمانانو په خلاف توره تيره كړې ده له دې كبله اسلامی امت بايد خپل داخلی توان او قدرت پياوړی كړی، چې په ګډو ټكو ، يووالی یې مهم عوامل دی.
د رهبرۍ ستر مقام دې ته په اشارې سره چې اسلامی نړۍ اوس د قرآنی حقايقو تږې ده زياته كړه: د تيرو په خلاف چې د اسلامی نړۍ مشران ، د خپل آزادۍ غوښتنكې غږ د رسولو لپاره كمونيستی او سوسياليستی شعارونه وركول،اوس د اسلامی نړۍ له ختیځ تر لويدیځه،كه څوك وغواړی د عدالت،خپلواكۍ او آزادۍ او عزت شعار وركړی، نو قرآنی شعار وركوی.
1239341
captcha