IQNA

په كابل كې د «اسرا» په نوم قرانی مركز افتتاح شو

22:50 - June 22, 2013
د خبر لمبر: 2550749
نړيواله ډله: د دولسم امام حضرت امام مهدی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په درشل كې د افغانستان په پلازمينې كابل كې د «اسرا» په نوم يو قرانی سنټر افتتاح شو.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د راپور پر اساس، دا مراسم د جنګاس د مياشتې په لومړې نیټې د قران شريف په سلګونو مينه والو او داخلی او نړيوال قاريانو په شتون سره ترسره شول.
د اسرا قرانی مركز يو غړې ميرمن مروج په دې اړه وويل چې دا علمی او مذهبی مركز د نړيوال قاری ښاغلی عبدالشكور فلاح په مشرۍ كې جوړ شوی دی.
هغې همداراز د دې مركز مهم هدف په خلكو كې د قرانی جذبه او د هغو پام وړ تربيت بيان كړ همداراز هغه زياته كړه چې زمونږ ذمه واری ده چې د اسلام د مخالفينو د كلتوری يرغل په مقابل كې اسلام او قران پاك ته پام وكړو او د دښمن دسيسې شنډې كړو ځكه چې زمونږ دښمن قسم وخوړلې ده چې تل به د اسلام او قران ضد فعاليتونه ته دوام وركوی.
هغو ټينګار وكړ چې قران هر اړخيز او ټولو موضوعاتو ته مشتمل كتاب دی چې پكښې اخلاق، اصول، سياست او قانون او د انسانی لارښونې موچودې دی همدې له امله دښمنان دا كتاب خپل دښمن ګڼی او په اسلامی هيوادونو كلتوری او دينې دسيسې كوی.
1246328
captcha