IQNA

ايت الله خامنه ای: هيله من يو د شام په هكله د امريكې نوې چلند دوكه نه وی

9:58 - September 12, 2013
د خبر لمبر: 2588496
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د رهبری ستر مقام هيله وښودله د سوريی په وړاندې د آمريكا نوی سياست جدی ،نه غولونكی او له خپل سرو او غلطو كړچارونو په حقيقی ډول ستنيدل وی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راوپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای، نن د سږ كال د حج له چاروالو سره په كتنه كښې، په سيمه كښې د جنګ غوښتنې لپاره د آمريكا وروستيو ګواښونو او د سور يی بدلونونو ته په اشارې سره ټينګار وكاوه، هغوۍ د خپلی ادعايی ملی ګټو لپاره ،چې په حقيقت كښې د سترو پانګه والو او صهيونستانو په ګټه دی،حتی د نورو ملتونو او هيوادونو د ګټو تر پښو لاندې كو او د جنګ د اور بلولو ته تيار دی .
د رهبرۍ ستر مقام،همدغه راز د اسلامی نړۍ د اوسنې وضعيت او د مذهبی اختلافاتو په پلمه د مسلمانانو تر مينځ د نښتې د رامينځته كولو لپاره د بد غواړو هڅې بيان كړی او روښانه یې كړه، حج د اسلامی ټولنې د سياسی،كلتوری اومعنوی اقتدار تومنه ده .
د نړۍ د مسلمانانو ولی الامر په دې په ټينګار سره چې د حج يوه حقيقی اړتيا په دغه ستر فرض كښې د مسلمانانو ورورګلويز چلند دی زياته كړه، د حج په ورځو كښې له نښتو ډډه كول،چې په قرآنكريم كښې پرې ټينګار شوی له يوه بل سره د مسلمانانو د جنګ جګړو د نه كولو په معنی دی ،چې هم پكې له ژبنې لانجې ډډه كول او هم د زړه له كركو ډډه كول شاملیږی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای،د حج په ورځو كښې د جدال د نه لرلو په هكله د غلط تفسير لپاره د ځينو كوږ فكرو په هڅو خواشينی وښودله او جوته یې كړه، هغوۍ په دې لټه كښې دی،چې له مشركينو د كركې د مراسمو د ترسره كولو فلسفه تر پوښتنې لاندی ورولی، په داسی حال كښې چې له شرك او كفر سره جدال د اسلام يوه تر ټولو بنسټيزه دستور دی .
د رهبرۍ ستر مقام،د معنويت پياوړتيا د حقيقی حج يو اصلی چورليز وباله او ویې فرمايل، كلك ايمان،په خدای توكل او په الهی ژمنې ښه ګومان،چې له ستوزمنو لارو د تيريدو او قدرتونو له ظاهری هيبته نه ويريدلو اړتيا ده په حج كښې ترلاسه كیږی .
هغوۍ همدغه راز د مذهبی نښتو او درز اچولو لپاره د بد غواړو د دسيسو په وړاندې هوښيارتيا ته د مسلمانانو د بلنې تر څنګ جوته كړه د اسلام دښمنان په ښه ډول متوجه شوی،چې د اسلامی مذهبونو تر مينځ نښته د صهيونست غاصب رژيم په ګټه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل،د حضرات مام خمينی (رح) په شمول د شيعه يانو مشرانو او نورو تل د اسلامی امت د اتحاد په ساتنې ټينګار كړی دی ،نو ځكه هغه شيعه مذهب چې اختلافاتو د لمن وهلو لپاره له هغو رسندويو چې په لندن او آمريكا كښې دی تبليغ كیږی ،د حقيقی شيعه ؤ په ليكه كښې نه دی .
1286602
captcha