قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د غربی آسیا څانګه، د کویټی ښار امام باړه سید آباد کښې د امام حسن مجتبی او د امام علی رضا علیهم السلام د شهادت مراسم چې د دغې سیمه ځوانانو په مرسته پیل شول حجت الاسلام سید هاشم موسوی په کښې د دواړو امامانو فضایل، مناقب او پېښو مسئلو باندې خبرې اترې وکړی.
د کویټی امام جمعه د اسلام د دښمنانو توطئه په مقابله کښې د ځوانانو ویښتیا باندې ټینګار وکړو او له دې نه نجات موندلو او د مسلمانانو د بریالی لپاره یی د اهلبیت علیهم السلام سره تړون تر ټولو غوره لار وټاکله.
مرثیه لوستل، نوحه ویل او لاریون د دې مراسمو نور پروګرامونه وو دا مراسم دوه شپې پیل شو.
د راپور له مخې، د پاکستان شیعه یانو له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله د رحلت او د امام حسن مجتبی او امام علی رضا علیهم السلام د شهادت په ورځې د ویر او ماتم مراسم د پاکستان په مختلفو ځینو کښې پیل کېږی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/2625338