قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د پاکستان بلوچستان ایالت د جمعیت علمای پاکستان مشر عبدالقدوس ساسولی، د پیغمبر صلی الله علیه و آله نعت خوانی په مقابلې کښې د ګډون په وخت ؤ ویل: د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د میلاد د جشن پروګرامونه به په ټولو جوماتونو، دولتی او غیر دولتی مدرسو، او د پاکستان په کلتوری او اسلامی ټولو ادارو کښې پیل کېږی، دې سره د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې لاریون هم له دې پروګرامونو حصه ده چې کوم به د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله میلاد په مناسبت سره پیل کېږی.
هغه زیاته کړه: د میلاد النبی صلی الله علیه و آله مهم پیغام د ولس اتحاد او یووالی دی او هغه کسان چې ډله ډلبندی کوی او د اسلام په نوم تاوتریخوالی خپور کړی، چې په اصل کښې د اسلام د دښمنانو خدمت کوی.
د جمعیت علمای پاکستان او د علمای اسلام پیوستون شورا غړی د دې هیواد د دولت نه چې د تاوتریخوالی او د ترهګر سره مقابله کوی ښه ؤ ویل او د ولس نه د وحدت او مینه او د مذهبی ډله ډلبندی ترمنځه لری کولو غوښتنه وکړه.
http://www.iqna.ir/fa/News/2629753