IQNA

د سید علی فضل الله مذهبی فتنه او ډله ډلبندۍ سره مبارزې باندې تاکید

10:17 - January 07, 2015
د خبر لمبر: 2681969
نړیواله ډله: د لبنان شیعه عالم او په دغه هیواد کښې د موسسو مشر علامه سید علی فضل الله د ډله ډلبندۍ او مذهبی فتنه سره مبارزه کولو ضرورت باندې ټینګار کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المنار ویب پاڼه نه په نقل، سید فضل الله پرون په خپل تقریر کښې د مذهبی فتنه او ډله ډلبندۍ خطر ګواښ ورکړی او وې ویل: ځینې خاص ډلې مکمل دین خرابولو تعقیب کوې.

هغه زیاته کړه: افراط پالنه او تاوتریخوالی چې په سیمه کښې دا غیر انسانی عملونه د اسلام دین ته نسبت ورکوی، دې اسلام سره په ژوره او اصل کښې هیڅ اړیکه نه لری او دارنګه تاوتریخوالی او افراطی ډلې په نورو دینونو کښې هم شتون لری.

سید علی فضل الله دې بیان سره چې سوله د ټولو دینونو روح دی او په ټوله نړۍ کښې یی الهی پیغمبران د پراخولو غوښتونکې وو، او وې ویل: په مونږ ټولو باندې واجب دې چې د سولې دعوت کوونکې جوړ شو.

هغه په ادامه کښې موجوده حالات په سیمه کښې د مذهب، فرقه او سیاسی فتنه پیدا کولو مرحله وګڼله او وې ویل: باید په هغه دینونو کښې چې د دین په نامه مرګ او قتل روا نه ګڼلې د اتحاد لپاره زیات لټون او کوښښ وکړو.

دې لبنانی شیعه عالم په اخیره کښې د تاریخ په اوږدو کښې د مسلمانانو له مسیحیانو نه حمایت ته اشاره سره ؤ ویل: افراطی ډله چې کوم تصویر چې د اسلام وړاندې کوې غلط دې ځکه چې د نظر اختلاف په کار نه دې مونږ د یو بل قتل او مرګ ته تیار کړی.

http://iqna.ir/fa/News/2676615

captcha