IQNA

د پاکستان ولس مشر په شتون کښې

اسلام آباد کښې نړیوال سیرت النبی صلی الله علیه و آله کنفرانس پیل شو

11:47 - January 08, 2015
د خبر لمبر: 2684365
بهرنی څانګه: د اسلام آباد پاک چین هنری او کلتوری ټولګه کښې د پاکستان ولس مشر په شتون کښې د نړیوال سیرت النبی صلی الله علیه و آله کنفرانس پرانیستا مراسم پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان د عمومی اطلاع ورکوونکې ادارې نه په نقل، د نړیوال سیرت النبی صلی الله علیه و آله کنفرانس پرانیستا مراسم د پاکستان د مذهبونو ترمنځه د همغږی او مذهبی کارونو وزارت په مرسته د اسلام آباد پاک چین هنری او کلتوری ټولګه کښې پیل شو.

په دې مراسمو کښې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین سره سره دینی، سیاسی، مذهبی عالمانو او د دغه هیواد د مذهبی کارونو وزیر او سید امین الحسنات د مذهبی کارونو لباره د مملکت وزیر، او د مختلفو خارجی هیوادنو له ایران، ترکی، عمان، فلسطین او یو شمېر عالمانو، لیکوالو، پوهنتون استادانو او د پاکستان رسنۍ غونډو مشرانو هم ګډون کړی وو.

سردار یوسف خپل تقریر کښې څرګنده کړه:  دا یو ورځې کنفرانس د پاکستان د مذهبونو ترمنځه د همغږی او مذهبی کارونو وزارت په مرسته د (د نبوی صلی الله علیه و آله پوهنو په رڼا کښې د رسنۍ ونډه او مسوولیت) عنوان لاندې او د اهل سنت روایتونو په رڼا کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله میلاد ۱۲ ربیع الاول په مناسب سره پیل شو.

هغه په ادامه کښې وویل: دا رنګه کنفرانسونو کښې اسلامی نړۍ مسئلو د پیغمبر صلی الله علیه و آله سنت او سیرت په رڼا کښې حل کولو باندې تاکید وکړو، هغه د اسلامی نړۍ او د مسلمانانو ترمنځه د یووالی لپاره دارنګه د سیرت النبی کنفرانسونو کول ضروری او لازم وټاکل.

په ادامه کښې د پاکستان ولسمشر دې کنفرانس اصلی تقریر کوونکې په توګه اخیرنی تقریر وکړو چې په کښې د ټولو مېلمانو د عالمانو د خارجی مېلمانو او د اسلامی هیوادونو سفیرانو نه مننه وکړه او وې ویل: مونږ نن د ترهګری یوې لوی مسئله سره مخامخ یو، د پاکستان دولت او د پاکستان ټول سیاسی مذهبی او ځواکونه ټول سره د ترهګرو په خلاف جدی اقدام کوی.

هغه زیاته کړه: د دې مسئله حل لپاره مونږ له ټولو خلکو، د عالمانو، مشایخو، پوهاندو، لیکوالو، او د رسنۍ کسانو نه غوښتنه کوو چې مونږ سره په دې کښې مرسته وکړی.

له دې نه پس سید امین الحسنات مذهبی کارونو مملکتی وزیر خپل لنډو خبرو کښې وویل: رسنۍ یوه غونډې کښې مهم ونډه لری، خو په کار دې د رسنۍ مشران په دې عمل وکړی او د رسنۍ خلک او لیکوال په خپلو اوږه لوی ذمه داری لری خصوصاْ د پاکستان موجوده حالاتو ته چې نظر وکړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2681897

captcha