IQNA

داعش سره مقابلې لپاره د عراق سنی عالمانو د اهل سنت خلکو نه غوښتنه وکړه

0:18 - February 24, 2015
د خبر لمبر: 2888194
نړیواله ډله: د عراق سنی عالمانو ډلې د عراق ښاریانو نه غوښتنه کړی د داعش ترهګری ډلې سره مقابلې ته ملا وتړی او هغوی سره مقابله وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د السومریه خبرونو نه په نقل، د عراق اهلسنت عالمانو جماعت، یوې بیانیه کښې وویل: د الانبار ولایت د البغدادی سیمه کښې ډله ییزې وژنې د اهلسنتو د جنګ او د خپلو سیمو نه دفاع نه کول وګڼل،

د عراق عالمانو جماعت په دې بیانیه کښې د دولت نه غوښتنه کړی چې خپل ټول توان د دغه محاصره شوی خلکو ازادی لپاره پیاده کړی.

په دی بیانیه کښې راغلی د ترهګری ډلې داعش وحشت او بدرنګ والی په ټولو ښکاره شوی دا ډله د اهلسنتو سیمی هم د شیعیانو سیمو غوندی او د مسیحیانو غوندی ویجاړې کړی، د دې جنایت کارو لپاره دا فرق نه کوی چې دا مسلمان دی که غیر مسلمانان.

د عراق سنی عالمانو جماعت په دې بیانیه کښې ویلې دی: د اهل سنتو کمزوری او د هغوی تر منځه ډله ډلبندی دی وحشت ناکې ډلې له دومره جرأت ورکړو جی په دې خلکو باندې ظلم او ستم وکړی، د ډله ییزې وژنې د البغداد خلکو وسله اېښودل او د جنګ نه ورستو کېدل دی، اوس د خپل ځان د خپل کلې، سیمې او شرافت لپاره د وسله په لاسونو کښې اخیستل مباح ګڼلی.

د داعش ملګری باعث شوی چې زمونږ شرافت په باد ورکړی.

د عراق عالمانو جماعت ادامه ورکړه: مونږ د داعش کارونه محکوم کولو سره سره د دولت نه دا غوښتنه کړی، چې له دې نه مخکې چې فرصت د لاسه ورکړو په کار دې د هغه خلکو چې محاصره کې دی لپاره څه وکړو او د داعش شر او جنایاتو نه ورته نجات ورکړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/2876804

captcha