IQNA

حسینی سپېځلې استانې په غرفه کښې د عراق قرآنی نشر شوې آثارو نندارتون

15:26 - May 11, 2015
د خبر لمبر: 3288649
نړیواله ډله: د حسینی سپېځلې استانې دارالقرآن کښې د تهران کتاب نړیواله نندارتون 28 دورې سره د عراق قرآنی نوې خپور شوې آثار نندارې ته وړاندې شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حسینی سپېځلې استانې د دارالقرآن غرفه نه، قرآنی چارو سره تړون لرونکو د دغه هیواد قرآنی نوې آثارو نه خبرېدو لپاره په ستره توګه ترې استقبال وکړو.

په دې غرفه کښې د عراق قرآنی مطالعات او څېړنو سازمان له اړخه نوې چاپ شوې آثار او همدارنګه د مختلفو علمونو په مختلفو ژبو کښې تبلیغاتی رسالې په عمومی توګه نندارې ته وړاندې کړې.

همدارنګه په دې غرفه کښې د دارالقرآن له اړخه پیل شوې فعالیتونو انځورونه هم نندارې لپاره وړاندې شوی وو.

ویلې شوې، د کتاب تهران نندارتون ۲۸ دوره به د ایران ولس مشر حسن روحانی، د کلتور او اسلامی لارښوونکې سازمان وزیر، د عمان کلتور او خبرولو وزیر(له عمان هیواد نه د تهران کتاب نندارتون دې کال ځانګړې مېلمه)، د سیمې هیوادونو کلتوری وزیران او د نړۍ د ځینې هیوادونو سفیرانو او د کلتوری سازمان مشرانو شتون سره د «لوستل، نړۍ سره خبرې» شعار له ۱۵ اردیبهشت نه تر د دې میاشتې ۲۶ پورې د امام خمینی سترې مصلا کښې پیل کېږی.

3274452

captcha