IQNA

د قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دورې منځګړیو نومونو اعلان

5:45 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304024
قرآنی فعالیت کوونکې ډله: د قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دوره ۱۲ ایرانی او ۱۰ بهرنې منځګړیو په شتون کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قرآن کریم نړیواله مقابلو ۳۲ دوره پیل کوونکو خبرونو بنسټ نه په نقل، د قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دوره پیل کوونکې بنسټ مشر حجت الاسلام والمسلمین سید مصطفی حسینی دې وینا سره چې د دې مقابلو منځګړیتوب به ۱۲ ایرانی او ۱۰ بهرنې منځګړی کوې وویل: عبد الرسول عبائی د دې منځګړیتوب کوونکو ډلې مشر وې او قاسم رضیعی او کریم دولتی به هم د دې مقابلو څارونکې په توګه وې.

هغه زیاته کړه: غلامرضا شاه میوه اصفهانی د لحن برخې منځګړی، احمد ابو القاسمی د آواز برخې منځګړی، سید جواد سادات فاطمی د وقف او ابتدا منځګړی، عباس امام جمعه د تجوید برخې منځګړی، رضا دیانت او امیر آقایی د حسن جفظ برخې منځګړی وې.

حسینی په ادامه کې وویل: حجت الاسلام و المسلمین محمد حاج ابوالقاسم هم د هادی حفاظ او مهدی دغاغله او معتز آقایی د لارښوونې په توګه د قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دورې کښې ګډون کوې.

د قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دوره پیل کوونکې بنسټ مشر وویل: سمیح احمد خالد العثامنه له اردن نه د تجوید سید عقیل حسین المنور له اندونیزیا نه د تجوید برخې، نور الدین محمدی د الجزایر نه د حسن حفظ برخې، احمد میان طاهانوی د پاکستان نه د وقف او ابتدا برې، سلمان علی فلیح له عراق نه د اواز برخې، خالد برکات له لبنان نه د وقف او ابتدا برخې، حمید مراد محمد اشکنانی له کویت نه د اواز برخې، خلیل النورین محمد له مالیزیا نه د لحن برخې، طه محمد عبدالوهاب خبیز له مصر او عادل خلیل له لبنان نه د لحن منځګړی وې.

http://iqna.ir/fa/News/3290825

captcha