قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بمبئی کښې ایرانی کلتوری سازمان نه په نقل، مولانا صادق د یو وتلې شیعه روحانی په توګه د لکهنو په پوهنتون غونډې کانفرانس کښې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د داعش مخ نیوې وکړی.
هغه په دغه غونډه کښې چې راجنات سینګ د هند ولس مشر هم شتون لرلو زیاته کړه: داعش د ټولې نړۍ مسلمانان دعوت کړی چې له هغې سره شی او دا د هند او مسلمانانو لپاره یو خطر دی.
مولانا صادق چې د آل اندیا مسلم پرسنل لا بورډ مرستیال په توګه یی مسؤولیت په غاړه اخیستلی څرګنده کړه: زما کار دا وو چې د یو روحانی په توګه په ما فرض دې چې دې ترهګری ډلې سره مقابله وکړم او ځواک د دې په خلاف چمتو کړم.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3307133