قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، اندونیزیا کښې د ایران خانه فرهنګ نه په نقل، د اندونیزیا دینی چارو وزیر لقمان حکیم سیف الدین وویل: زه د قرآن قرائت سره چې د اندونیزیا ولسمشر یز ماڼۍ د «اسراء معراج» مراسمو کښې د جاوه نغمې سره د قرآن لوستلو سره موافق یم.
لقمان حکیم سیف الدین زیاته کړه: د قرآن قرائت د جاوه لحن سره کولو هدف په دې هیواد کښې د اندونیزیا سنت حفظ کولو سره د دین اسلام خپرول دی.
هغه څرګنده کړه: د دین وزارت سره یو شمېر ماهر قاریان دې چې هغوی دا توان لری چې د قرآن آیتونه د جاوه، سوندایی، مادورایی او آچه لحن سره قرائت کړی او دا یو هنر دی.
یادښتونه: د اردیبهشت میاشتې په ۲۶ باندې د اندونیزیا یو قاری د دغه هیواد ولسمشر ماڼۍ د «اسراء معراج» مراسمو کښې د جاوه نغمې لحن سره د سوره نجم اول نه تر پنځلسم آیتونو قرائت کړی وو.
په دې مراسمو کښې د اندونیزیا ولسمشر او یو شمېر د اسلامی هیوادونو سفیران او مقاماتو ګډون کړی وو، چې په کې اختلاف رامنځته شو.
حمد النوری، د اندونیزیا اسلامی تبلیغاتو شورا کښې د قرآن ښودو کارپوهه دارنګه د قرآن تلاوت کولو باندې د دین اسلام محوه کولو باندې حکومت تورن کړو.
هم په دې اړه یو کانفرانس « د اندونیزیا سنتی نغمو سره د قرآن تلاوت ته کتنه» پیل شو چې په کښې حجت الاسلام و المسلمین ربانی ایرانی استاد تقریر او د اندونیزیا خصوصی مېلمه په توګه شتون سره پیل شو.
استادانو او د قرآن کارپوهانو په دې کانفرانس کښې بحث او خبرې وکړې او هر یو خپل نظر وړاندې کړو.
ځینې استادانو د قرآن تلاوت په هر لحن او نغمه کښې خو چې تجوید او مخرج کښې اشتباه نه وې مجاز وګڼلو او ځینې استادانو د آیتونو او حدیثونو دلیل سره لکه د حضرت محمد صلیا الله علیه وآله حدیث چې په کښې فرمایلې: قرآن د عربی په لحن کې ولولی» د قرآن تلاوت غیر عربی لحن کښې لوستل غیر مجاز او حرام وټاکلو.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3320825