IQNA

کراچۍ د جماعت اسلامی مشر:

د پاکستان سوله ییز حرکت کې بریالیتوب په اسلامی اصولو تکیه دی

23:33 - August 18, 2015
د خبر لمبر: 3345855
نړیواله ډله: پاکستان کې د نوې پړاو بنسټګر چې د اسلامی غوره عوامل او اصولو باندې تکیه دې دا یو سوله ییز غورځنګ دې چې د هیواد لپاره یی خوشالتیا او پرمختګ په تحفه کې راوړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «thenews» خبری بنسټ نه په نقل، کراچۍ پاکستان کې د جماعت اسلامی ګوند مشر « حافظ نعیم الرحمان»، خپلې وینا کې دې مطلب ته اشاره وکړه او وې ویل: نن پاکستان د یو غورځنګ لکه د پاکستان خپلواکې غورځنګ ته اړتیا لری تر دې چې د اسلام هیلې او فلسفه په دې هیواد کښې ترسره کړی.

حافظ نعیم الرحمان چې د اسلامی جمهوری پاکستان د خپلواکې ۶۹ جشن په مناسبت یی تقریر کولو وویل: د پاکستان کامیابی او ښکلا د محمد علی جناح(د پاکستان خپلواکې لارښود) ارمان وو او نن جماعت اسلامی هم د فقر، جهل، بېکاری، ترهګری او نور ټولنیزه خرابتیا نه پاک پاکستان غواړی.

هغه د پاکستان د خلکو ترمنځه په اتحاد باندې تاکید سره د خپل وطنوالو نه غوښتنه وکړه چې د بهرنې او داخلی دښمن سره مقابله وکړی،

کراچۍ کې د جماعت اسلامی مشر زیاته کړه: په دې وخت کې چې د اسلام دښمنانو د اسلامی فرقو ترمنځه ډله ډلبندی کړی او مسلمانان نا امنیتی سره مخامخ کړی، د افراط ګری او تکفیرې ډلو نه د نجات لار د الهی چارښودنې او د پیغمبر صلی الله علیه و آله ژوند نه پیروی ده.

http://iqna.ir/fa/News/3344343

captcha