قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیا غربی څانګه، د حضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام د نور او برکت زوکړې په مناسبت د جشن مراسم د اهل بیت علیهم السلام او د الله سره مینه لرونکو په شتون کې به درې شپې د کویټه په حسینیه او جوماتونو کې پیل کېږی.
دا مراسم به د ماښام او ماخستن لمونځ نه پس په محلې وخت ۲۱بجې په څلورم، پنځم او شپږم شهریور باندې ترتیب سره د کویټه امام رضا علیه السلام حسینیه، فاطمیه سلام الله علیها حسینیه، سید آباد حسینیه او بیت الاحزن جومات کې پیل کېږی.
په دې مراسمو کښې به عالمان د امام علی بن موسی الرضا علیه السلام د ژوند باندې تقریرونه او ځوانان به د اهل بیت علیهم السلام په مدح کې او د دې امام ستاینه به په اردو او فارسی ژبه کې کوی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3350598