IQNA

اسلام آباد کې د ایران کلتوری سازمان مشر تاکید وکړو:

د اسلامی نړۍ مسئلو په اړه د مسلمانانو عالمانو هم فکری ته اړتیاوې

22:21 - September 02, 2015
د خبر لمبر: 3357548
خارجی څانګه: شهاب الدین دارائی د پاکستان جماعت اسلامی خارجی چارو مشر سره کتنه کې د اسلامی نړۍ مسئلو په اړه د اسلامی هیوادونو، اسلامی ګوندونو او عالمانو ترمنځه مشوره او د نظر تبادله لازمه او ضروری وګڼله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، اسلام آباد کې د ایران کلتوری سازمان مشر شهاب الدین د پاکستان جماعت اسلامی بهرنې چارو مشر عبدالغفار عزیز سره کتنه کې د دو اړخیزه اړیکو او اسلامی وحدت ته وده ورکولو باندې خبری اترې وکړی.

د ایران کلتوری سازمان مشر وویل: د پاکستان جماعت اسلامی ګوند ښکلې او ستر لرغونتوب لری او د اسلامی مذهبونو ترمنځه د وحدت او د دواړو هیوادونو ایران او پاکستان اړیکو په لار کې مؤثر قدمونه اخیستلې.

هغه دې ته اشارې سره چې د پاکستان جماعت اسلامی ګوند له اړخه د یمن پېښې په هکله په رسمی توګه بیان عقلانه وو  وویل: د یمن د پېښو په هکله د دې ګوند له اړخه بیان د سولې او آرامښت لپاره د لمانځلو وړ لری، د ایران ولس هم د دې د ټیک او انصاف نه ډک بیان حمایت کوی.

د ایران کلتوری سازمان مشر اسلام آباد کې د جماعت اسلامی د مشرانو له اړخه د وحدت او کوښښ په اړه وویل: مونږ د ډله ډلبندی او افراط چې د اسلام رحمانې مخ یی ویجاړ کړی کارونو په خلاف دا حرکت او طریقه د اسلامی ګوندونو، شخصیتونو او عالمانو مهمه وظیفه  ګڼو.

هغه ادامه کې د اسلامی نړۍ مسئلو په اړه د اسلامی هیوادونو، اسلامی ګوندونو او عالمانو ترمنځه مشوره او د نظر تبادله لازمه او ضروری وګڼل او وې ویل: مونږ هم دې لپاره د جماعت اسلامی ګوند استازی ایران ته لېږلو لپاره تیاری اعلان کوو.

دارائی څرګنده کړه: د یمن ولس نه حمایت زمونږ په یمن کې ګوتې وهل ؤ نه ګڼلې شی، ځکه مونږ همېشه له مظلوم نه حمایت کړی او دا اعتقاد لرو چې باید د اسلامی نړۍ ټولې مسئلې سره د یمن مذاکراتو سره حل شی نه چې وژلو سره. د یمن ډلې دې ځان لپاره باید خپل او د خپل هیواد راتلونکې وخت لپاره ولس سره مذاکره وکړی او په دې کې دې اسلامی هیوادونه او اسلامی ګوندونه د منځګړی رول ادا کړی.

هغه تاکید وکړو: د جماعت اسلامی د سولې او آرامښت لپاره اړیکې او اسلامی وحدت ته وده ورکولو لپاره کوښښ که پاکستان کې وی او که نور اسلامی هیوادونو کې ډېر مؤثر به وې.

په ادامه کې عبدالغفار عزیز، خبرو کې وویل: د جماعت اسلامی ګوند یو انقلابې ګوند دې او د ایران اسلامی انقلاب نه یی حمایت کړی.

هغه وویل: د جماعت اسلامی ګوند بنسټګر مولانا ابواعلی مودودی د اسلامی انقلاب کامیاب کېدو نه مخکې حضرت امام خمینی رحمة الله علیه د جمهوری اسلامی ایران بنسټګر سره د لیک او خطونو تبادله کوله او د مولانا طفیل احمد په مشری کې یی یو غونډه هم د امام خمینی رحمة الله علیه سره کتنې لپاره لېږلی وه چې د مرحوم مولانا مودودی پیغام یی ولړلې وو.

عبد الغفار زیاته کړه: د جماعت اسلامی تېر مشر مرحوم قاضی حسین احمد د اسلامی مذهبونو نیږدېښت او د اسلامی ولس اتحاد لپاره ډېر کوښښونه کړی او هم د دې له سببه پاکستان ملی یووالی شورا جوړه شوی وه.

د پاکستان جماعت اسلامی بهرنې چارو مشر ادامه کې وویل: د پاکستان ملی یووالی شورا جوړولو سره د ټولو فرقو او مذهبونو عالمانو او په تېره د آیت الله تسخیری او آیت الله محسن اراکی په شتون سره د پاکستان اسلام آباد ښار کې ډېر کانفرانس پیل شوی، او همدارنګه د جماعت اسلامی ګوند اوسنی مشر سراج الحق هم دا طریقه ده او دې لپاره کوښښ کوی.

همدارنګه عبدالغفار د ایران کلتوری سازمان مشر د یو پوښتنې په ځواب کې وویل: د جماعت اسلامی ګوند عمل او لار تراوسه هم هغه ده کوم ته چې تاسې اشاره وکړه، او د جماعت اسلامی په پارلمان کې د یمن پېښې په هکله بیان د ګوند په اسلامی هیوادونو او اسلامی ولس ترمنځه سوله غوښتنه یو مصداق دی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3353970

captcha