IQNA

د عراقی حکومت نه د قدر دانی پیغام حیدر العبادی ته وړاندی شو

15:15 - December 12, 2015
د خبر لمبر: 3462277
نړیواله ډله: بغداد کې د ایران سفیر د خپل هیواد ولسمشر روحانی پیغام د عراق حکومت له اړخه د اربعین مراسم په ښه ډول پیل کولو باندې حیدر العبادی ته وړاندی کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الفرات نیوز» ویبپاڼی نه په نقل، د عراق ړومبی ولسمشر دفتر یوې بیانیه کې اعلان کړی: حیدر العبادی، پرون یو لیک د ایران د ولسمشر حسن روحانی له اړخه ترلاسه کړی چې په کې د عراق د حکومت او ولس نه د امام حسین علیه السلام د څلویښتۍ مراسمو زائرانو نه ښه ملمستیا کولو او دا مراسم په ښه ډول او امنیت سره پیل کولو باندې مننه او قدردانی کړی.

حسن دانایی فر، بغداد کې د ایران سفیر، العبادی سره لید کتنه کې یو لیک د عراق ړومبی وزیر ته تقدیم کړو، چې دې لیک کې د امام حسین علیه السلام د څلویښتۍ مراسمو کې زائرانو نه ښه ملمستیا کولو دا مراسم په ښه ډول او امنیت سره پیل کولو باندې د عراق مومن او صابر ولس نه او حکومت نه په کې مننه او قدردانی شوی.

هم په دی لړ کې حیدر العبادی هم یوه بیانیه کې تاکید کړی: د عراق ترهګری ډلی داعش سره جنګ او نور دارنګه سختی ستونزو سره د دې هیواد مخامخ کېدو سره بیا هم د عراق حکومت د اربعین کې د خلکو لپاره په ښه ډول خدمت، امنیت حفظ کولو، زیارت کوونکو تګ راتګ لپاره ښه ډول باندی کار ترسره کولو کې کامیاب شو.

http://iqna.ir/fa/News/3460612

captcha