IQNA

د بنګلادیش لوي اسلامی ګوند لارښود ته د پانسی حکم تایید کولو باندې د وهابیانو غبرګون

8:44 - January 09, 2016
د خبر لمبر: 3479747
نړیواله ډله: سره د دې چې د آل سعود په لاسو باندې د شیخ نمر باقر النمر یو شیعه مجاهد عالم پانسی باندې وهابی عالمانو او د بشر حقوقو نه د دفاع ادعا کوونکو چپتیا خپله کړي وه، اوس د بنګلادیش مسلمانانو لارښود د پانسی حکم صادر کېدو سره د بشري حقوقو او د وهابیانو د اعتراض اوازونه اوچت شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البشیر ویبپاڼې نه په نقل، شیخ نمر باقر النمر تېره هفته د آل سعود له اړخه پانسی شو، دا پانسی له ډېرو او مختلفو غبرګون سره مخامخ شوي.

د دې په اړه د نړۍ شیعیانو خپله غصه څرګنده کړي او اعتراض لاریون او غونډو سره یی د دې مجاهد عالم پانسی محکوم کړي.

خو ولی په دې کې له یو سازمان له اړخه چې د بشري حقوقو د دفاع ادعا کوي هیڅ اواز اوچت نشو؛ البته ځنې وهابی عالمانو چې سعودي سلفي افراطی وو د دې شیعه عالم پانسی نه حمایت کړي وو.

اوس د شیخ نمر د پانسی څو ورځو نه ورستو، چې د بنګلادیش لوي عدالت له اړخه چې د مطیع الرحمن نظامی د پانسی حکم تایید شو نو د سعودي یو وهابی مبلغ چې یو ټی وی چینل لري او هم د هغه په نوم ټاکلې شوي حتی چې د رژیم سعودي له اړخه د ځوانان داعش سره تړون په تور باندې متهم شوي وو په بنګلادیش کې د مسلمانانو پانسی باندې نیوکه کړي.

هغه په توئیټر کې اعلان کړي: د بنګلادیش مسلمان عالمان به د عدالتونو له اړخه په یو یو پانسی باندې محکوم شوي چې اخیرني یی مطیع الرحمن دی.

هم په دې اړه د نړیواله حقوقي سازمانونو له اړخه یو لیک لېږلي شوي چې په کې هان کی مون د ملګرو ملتونو سازمان مشر او د نړیواله بشري حقوقو سازمان غونډي د بنګلادیش مسلمان عالمانو حقوق باندې تجاوز او د هغوي خلاف د پانسی حکم محکوم کړي.

دې سازمانونو د بشري حقوقو په توګه هیڅ غبرګون د شیخ نمر باقر النمر د شهادت په اړه نه وو څرګنده کړي چې دا شیعه عالم یواځې په ټولنې کې د عدالت او د ازادي غوښتونکې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3465384


captcha