قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) البوابة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د عراق مرکز کې پروت الخضراء سیمه کې د دغه هیواد حکومتی ماڼۍ کې پیل شو.
د عراق ولسمشر فواد معصوم، لومړۍ وزیر حیدر العبادی، د دغه هیواد دینی عالمان او همدارنګه د نړۍ مختلفو هیوادونو غړو شتون سره دا کانفرانس پیل شو.
د ایران اسلامی شورا غونډې مشر علی لاریجانی په دې کانفرانس کې د دغه هیواد له اړخه ګډون لري او تقریر یی وکړو.
دا کانفرانس د ترهګرو او افراطی ډلو سره د مقابلې یو مانوره ترلاسه کولو هدف سره د اسلامی نړۍ ۴۰ هیوادونو په شتون سره پیل شوي دي.
د بغداد په دې کانفرانس کې ګډون کوونکې هیوادونو کې ترکی، پاکستان، مالی، الجزایر، کویت، شام، سوډان، تیونس او سومالی شامل دي.