قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوقد» ویبپاڼې نه په نقل، د دارالفتوای مصر سره تړلې د اسلام نه ویري څارني مرکز اعلان کړي: ایتالیا حکومت له اړخه د مسلمانانو سره تعامل شورای جوړو لپاره د مشوره او د دغه هیواد ټولنه کې د مسلمانانو اقلیت سره پیوستون او مرستې اقدام ستاینه وکړه.
په دې بیانیه کې راغلې: د دې شورا د غړو وظیفه چې له محصلانو، دینی او اسلامی کلتور پوهاندو نه جوړه شوي د ایتالیا ټولنه کې د مسلمانانو سره د مرستې او پيوستون لارو ښودنه ده.
د دارالفتوای مصر سره تړلې د اسلام نه ویري څارني مرکز په دې بیانیه کې د ایتالیا د هیواد وزیر «آنجلینو آفانو» دا وینا چې «دې هیواد کې موجود دینی او کلتوری هویتونه باید د خبرو اترو لپاره بنسټ وي» ته د پام وړ سره وویل: دې ته پام سره چې د مسلمانانو یوه لويه برخه د اتیالیا هیواد ملیت لري، د مسلمانانو سره تعامل شورای جوړو اقدام یو مثبت او صحیح اقدام دي.
د دارالفتوای مصر سره تړلې د اسلام نه ویري څارني مرکز په اخیره کې له دغه شورای سره او له دې غونډې د اروپا نورو انجمنونو سره د اړیکې او همکاري لرلو غوښتنه وکړه او د دارنګه شورا غړو سره خبرو اترو او د نظر سره بدلون او د اروپا په ټولنه کې د مسلمانانو ادغام او له تاوتریخوالی او جنایتونو سره مقابلې باندې تاکید وکړو.
ځنې څېړونکې ایتالیا کې د مسلمانانو شمېر تر یو ملیون نفره ښودلی.