قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان هیواد وزارت د اعلان په مطابق دا ډله نور د پنجاب ولایت تعلیمي مرکزونو کې د فعالیت او هم دارنګه دغه مرکزونو ته د تللو حق نه لري او د جمعه د لمونځ خطبه به هم د حکومت له اړخه تایید کېږي.
د خیبر پختونخوا ولایت باچا خان پوهنتون باندې برید نه پس د پاکستان حکومت د تعلیمي مرکزونو امنیت لپاره نوي اقدامات پیل کړي چې په کې یو د تبلیغي جماعت په تعلیمي مرکزونو او پوهنتون کې د فعالیت حق نه لرل دی.
د پاکستان حکومت اعلان په رڼا کې د پنجاب ولایت پوهنتونونو مشران وظیفه لري چې د دغه پوهنتونونو استادانو او مسؤولانو د افراطی ډلو سره د مرستې او اړیکې لرلو اطلاع امنیتي مقاماتو ته ورکړي.
یادښتونه، تبلیغي ډله د پاکستان دولتي او غیر دولتي ټولو ادارو کې په ازادي سره فعالیت کوي او تراوسه د دغه هیواد د حکومت له اړخه هیڅ بندیز د دې په فعالیتونو نه وو لګېدلي.
ویلې شوي چې د تبلیغي جماعت د فعالیتونو د اثر لاندې د پاکستان ډېر ښاریان افراطی ډلو ته جذب شوي دي.