IQNA

د تونس ۷۰۰ ښځې له داعش سره یو شوي

11:35 - February 07, 2016
د خبر لمبر: 3479844
نړیواله ډله: لیبی کې د ترهګري مطالعاتو مرکز په عراق، لیبیا او شام کې داعش ترهګري ډلې سره د تونس ۷۰۰ ښځو يو ځای کېدو خبر ورکړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المصدر قرآنی ویبپاڼې نه په نقل، دې مرکز اعلان کړي: د افریقا شمال کې ځنې سیمو کې داسې چینلي دې چې د ښځو او نجلکیو داعش ته جذب کولو لپاره فعالیت ترسره کوي.
دې مرکز اعلان کړي: تر اوسه ۷۰۰ تونسی ښځې عراق، لیبیا او شام کې داعش ترهګري ډلې سره یوځای شوي او دې ترهګري ډلې د ښځو او نجلکیو جذب کولو لپاره د لیبیا په سیمو کې هم کارونه ترسره کول شروع کړي.
د دې ډلې راپور کې راغلې: د داعش ښځې په لیبیا کې له تونس، سوډان، چاد، مالی او الجزایر هیوادونو نه شتون لري.
د دې راپور له مخې په لیبیا کې د داعشی ښځو شمېر د ټول داعش په سلو کې تر درې رسېدلي دی.


captcha