قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المتحده نیوز» نه په نقل، دا کانفرانس د پاکستان عالمانو انجمن په همت د ترهګري سره مقابلې په هدف او اسلام د ورور ولي او سولې پيغام ورکوونکي دین، تاکید سره د چهارشنبه ۲۱ بهمن باندې پيل شو.
په دې یو ورځه کانفرانس کې شرکت کوونکو تاکید وکړو: هغه ټولې ډلې چې د بشریت قتل کوي او د اسلامی هیوادونو کمزورتیا غواړي د اسلام خلاف ګوندونه دي.
همدارنګه ګډون کوونکو د داعش ترهګرې ډله او نورې ترهګرې ډلې د اسلام د اصلی ستونزو مسئول دي، او ټولو دا ډلې د خوارج پاتې نسل او ډله وټاکله.
د دې کانفرانس په اخیره کې د ترهګري او افراط ګري په خلاف د یو ایتلاف جوړولو پر ضرورت باندې او د ځوانانو د داعش غونډې ډلې ته تللو مخنیوي باندې تاکید وکړو.
همدارنګه په دې کانفرانس کې د پاکستان خیبر پختونخوا چارسده سیمه کې په پوهنتون باندې ترهګرۍ حمله یو بیانیه کې محکوم کړه.
دا کانفرانس د ۵ زرو نه زیات عالمانو او پوهانو شتون سره چې د مختلفو هیوادونو نه لکه بوسنی، مصر، ترکیه، ایران، قطر و نورو هیوادونو نه راغلې وو ګډون سره پيل شو، د فلسطین مفتي «محمد احمد حسین» لومړی ځل د دې یوې ورځې کانفرانس لپاره پاکستان ته سفر کړي.