قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Trunews» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې ویډیو عنوان له «زما جنګ» (Mein Kampf) نومی کتاب چې د آدولف هیټلر دي نه اخیستلې شوي او شروع کې د جهاد د جرمنۍ ژبې لغت کې معنا د جنګ (kampf) کولو نه پس ادامه کې څرګنده وې چې د مسلمانانو په نظر کې جهاد د قتل او وژلو جواز نه دي.
په دې ویډیو کې د مسلمانانو له نظره د جهاد معرفي وړاندې شوي چې جهاد دوه ډوله دي: جهاد اکبر او جهاد اصغر.
جهاد اکبر د یو کس د معنوي لوړتیا لپاره اخلاقي او دیني کوښښ ته ویلې کېږي او په حقیقت کې د «زما جهاد» مطلب د نورو مرسته ده.
جهاد اصغر یو جسماني جهاد دي چې د اسلامی ځمکو نه د دفاع په وخت البته د ځانګړي شرطونو سره پیل کېږي.
په دې ویډیو کې د جهاد په تاریخي توګه معنا چې غیرو د حملو نه د اسلام دفاع کولو، د ازادي لپاره اواز پورته کولو، بشري مرستې، د ټولنیزه مسؤولیت احساس، د خبرو اترو سره د شخړو اوارول، د مخالفو مخامخ صبر ښودل او د نورو مرسته کولو په معنا کې بیان شوي ده.