IQNA

یونانی ترټولو زیات خپرېدونکې ورځپاڼه خپلو لوستونکو ته د قرآن کریم هدیه ورکوي

0:27 - February 16, 2016
د خبر لمبر: 3479874
نړیواله ډله: د یونان یوې خرڅلاو ورځپاڼې «تو ویما» د خپلو لوستونکو ترمنځه د قرآن کریم نسخې اهدا کولو اقدام کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د«Yeni Safak» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم نسخې د خپلو لوستونکو ترمنځه وېشلو اقدام د دغه هیواد تاریخ کې چې زیات ولس یی ارتدکس مسیحی دي ړومبي ځل پيل شو.

د تو ویما ورځپاڼې له اړخه په هر هفته کې د یو سپېځلې کتاب خپرونې پروګرام ترسره کولو کې دا ځل د قرآن کریم یوناني ژبې ژباړه خپره شوه.

دا ړومبۍ ځل دي چې د یونان ټولنه کې د اسلام سپېځلې کتاب تقسیم کېږي.

د «پیو» څېړونکې موسسه له اړخه خپور شوي شمېري پر اساس یونان کې د مسلمانانو شمېر په کال ۲۰۱۰ کې ۵۰۰ زره کسان وو چې تقریباْ په سلو کې ۵ کسان د دغه هیواد ولس تشکیل کوي.

مسلمانان په دغه هیواد کې د یو دینی اقلیت په توګه پېژندلې کېږي چې زیات په کې ترک، یوماک او البانیایی ټبر دي.

http://iqna.ir/fa/news/3475691

captcha