IQNA

انګلیسې پوځي: داعش په قرآن بمباري کوي

12:04 - February 27, 2016
د خبر لمبر: 3479897
نړیواله ډله: وارن چې د عراق پوځ له داعش سره جنګ باندې څارنې کوي، د قرآن کریم نسخو باندې د دغه ترهګرې ډلې له اړخه د چاودنو خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «vetogate» خبرونو نه په نقل، وارن د انګلیس پوځي چې د عراق ځواکونو له داعش سره د جنګ څارنې کوي، په اړه ویلې: داعش ترهګرې ډلې له دغه سیمې نه تللو نه مخکې دغه ټوله سیمه کې بمباري او چاودني وکړي.

وارن په لندن کې د انګلیس بهرنۍ وزارت دفتر سره خبرو کې څرګنده کړه: د داعش نه ازاد شوي سیمو لکه الرمادی ښار چې د عراق په غرب کې پروت دي، لټون کې د قرآن نسخې ترلاسه شوي چې د داعش له اړخه بمباري شوي.

هغه زیاته کړه: داعش د قرآن د نسخو نه علاوه هر هغه څه چې لاس یی پرې بر وو، لکه کور سامان او نور دارنګه څیزونو باندې هم بمباري کړی.

د انګلیس دې پوځي ادامه کې وویل: داعش د عراق او شام ځنې سیمو کې د سترې ماتې نه پس، ماشومان د جنګ لپاره مجبوره وې چې دا یوه ستره ستونزه ده.

هغه په اخیره کې د داعش له اړخه د بدل اخیستلو په اړه د اروپا هیوادونو ته خبردارې ورکړو او وې ویل: داعش د ۴۰٪ سیمه لاس ورکولو نه پس، احتمال دې چې خپل ځنې عناصر اروپا کې د ترهګري حملو ته تیار کړي او له هغوي استفاده وکړي.

دا باید په نښه شي چې له دې نه مخکې، د عراق دیالی ولایت امنیتي کمېټه مشر صادق الحسیني ویلې وو چې امنیتي ځواکونو کې د چاودېدونکي توکي خنثي کولو پوهاند دي د السعدیه او جلولاء دواړه ښارونو کې کورونه او جوماتونه له چاودېدونکې موادو نه پاک کړي او هغه قرآنونه یی ترلاسه کړي چې کوم د داعش ترهګرې ډلې په لاس بمباري شوي دی.

الحسیني همدارنګه زیاته کړه چې د داعش ترهګري ډلې د دغه بمباري شوي قرآنونه داسې ځایونو کې اېښودلې وو چې هغه د دې سپېڅلې او مقدس کتاب وړ نه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3477673

captcha