IQNA

د فلېپین لرغونې جومات به د سیلانیانو د جذبولو ځای وګرځي

0:06 - February 29, 2016
د خبر لمبر: 3479899
نړیواله ډله: د فلېپین لرغونې جومات به د یو ملیون ډالرو د بودجې د تخصيص سره د سیلانیانو د جذبولو ځای کې بدل شي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «yenisafak.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلېپین جنوب کې «میندانائو» جزیرې چې اکثره اوسېدونکې یی مسلمانان دي، نه یو محلي شخصیت اعلان کړي: یو ملیون ډالر د شیخ کریم المخدوم جومات د دغه هیواد لرغوني جومات کې بدلو او د دغه هیواد د سیلانیانو د جذبولو ځای جوړولو لپاره مشخص شوي.

د فلېپین جنوب کې «میندانائو» جزیرې مشر دون مصطفی لونګ یوه بیانیه کې اعلان کړي: دا پیسې به د جومات په مرمت او د شیخ کریم المخدوم جومات ته راتلونکې سړک باندې لږېږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې دا جومات به د خلکو په فلېپین کې تر ټولو خوښ ځای کې بدلېږي.

دون مصطفی لونګ څرګنده کړه: مونږ اوس جومات ته راغلې سړکونو او د هغې شاوخوا چاپېریال ښه کولو کې مشغول یو. ځکه چې مونږ په دې جزیره کې د سیل ځایونو باندې ایمان لرو.

د شیخ کریم المخدوم جومات د سیمونول ښار کې ۶۰۰ کاله لرغونتوب لري چې د یو عرب تاجر په لاس په کال ۱۳۸۰ میلادی کې جوړ شوي وو او د دغه هیواد له ټولو لرغونې ځای حسابېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3478036


captcha