قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Lohud» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیویارک پوهنتون راکلند پوهنځې دهلیز کې یوه وړه کمره ده چې د مختلفو کلتورونو او دینونو احترام ته پراختيا ورکولو کې فعال محصلانو لپاره ستر معنا لري، دا کمره چې «د مسلمانانو د ژوند مرکز» نوم لري ټولو محصلانو چې له هر دین او کلتور نه وې لپاره پرانیستلې شوي.
صدار اعجاز چې د دې مرکز جوړولو اصلي عامل دې د مسلمانانو محصلانو نوې جوړ شوي انحمن سره دا ځای جوړ کړي دي.
هغه وایئ: مونږ غواړو چې خلکو ته پوهنې ورکړو او هغوي سره یوځای کړو.
کلیف وود، د راکلند پوهنځې مشر وویل: د مسلمانانو د ژوند مرکز د دې پوهنځې د موخو د انعکاس او د زدکړو له لارې زغم ته وده ورکول دي. مونږ سره سوله یز ژوند ته اړتیا لرو.
د مسلمانانو د ژوند مرکز په همدارنګه راکلند کې د اسلامی ولس د پرمختګ منعکس کوونکې دي.
د راکلند اسلامی مرکز د فیصله کوونکې پلاوی غړی عظیم فاروقي، وویل: شل کاله وړاندې دا مرکز جوړ شوي او تقریباْ ۲۰۰ غړې لري چې د کرایه په یو ځای کې به یی د جمعې لمونځ پیل کولو، اوس تقریباْ ۲ زره کسان د اسلامی مرکز جومات په لمونځ کې شتون لري.
هغه ادامه کې وویل: دا مرکز په دې کوښښ کې دې چې د غلطو تصوراتو سره مقابله او مثبت اړیکو ته پراختیا ورکړي هم په دې اړه راروانه هفته کې ۵۰ ځوانان د یهودي مرکز «اورنج تان» له دې مرکز نه به کتنه کوي.
اعجاز هم هیله څرګنده کړه چې د راکلیند پوهنځې کې د مسلمانانو د ژوند مرکز چې د اسلامی سمبولونو انځورونو سره سینګار شوي او په المارۍ کې دلۍ شوي د عربی او انګلیسې ژبه قرآن کریم نسخې به هم په دې لاره کې خپل رول ترسره کړي او د خلکو د غلطو تصوراتو اصلاح به وکړي.
http://iqna.ir/fa/news/3478662