IQNA

پاکستان کې افراط ګري سره د مقابلې ځانګړي پروګرامونه

23:18 - March 04, 2016
د خبر لمبر: 3479910
نړیواله ډله: د پاکستان عالمانو شورا مشر په دغه هیواد کې د افراط ګري سره د مقابلې ځانګړې پروګرامونو پيل کولو خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان جنګ ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان عالمانو شورا مشر حافظ طاهر اشرافی د ډلې ډلبندۍ، تاوتریخوالی او افراط ګرو سره مقابلې باندې تاکید وکړو او وې ویل: نن اړتیا لرو چې عالمان، پوهاند، خطبا او جوماتونو امامان او اسلامی نړۍ کې نفوذ لرونکې کسان سره یو شي، او نن د افراط ګرۍ خطرناکې بیماري سره مقابلې لپاره یوه لار ترلاسه کړې.

هغه د دغه هیواد مطبوعاتو سره یوه غونډه کې وویل: هم به دې لار کې یوه ځانګړي پروګرام د افراط ګرۍ سره د مقابلې طریقو څېړنې او د هغې تدارک له اسفند میاشتې ۲۰ نه تر د ۹۵ کال اردیبهشت ۲۶تاریخ پوری پیل کېږي.

حافظ اشرافی څرګنده کړه: د مختلفو ډلو عالمانو سره په مختلفو مدرسو کې ځانګړي غونډې او عمومي محفلونه پيل کېږي چې په دې لار کې به پيل کېږي.

د پاکستان د عالمانو شورا مشر د «ولس اتحاد» په عنوان کانفرانسونه د دې هیواد په لویو ښارونو کې پيل کولو خبرې سره زیاته کړه: د وحدت په کانفرانس کې د اسلامی هیوادونو عالمان او پوهاند به دعوت کېږي چې له یو بل سره خبرو کې د افراط ګرۍ سره د مقابلې لارې پيدا کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3479660


captcha