قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «مرأة البحرین» خبرونو نه په نقل، د بحرین په زرګونو شیعیانو پرون د آل خلیفه رژیم سیاست محکوم کولو لپاره د دغه هیواد پایتخت په غرب کې مظاهرې پيل کړې او تاکید وکړو: د بحرین سیاسي مقامات د دې هیواد شیعه هدف ګرځه وې .
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په راپور کې هم بحرین کې د شیعیانو په خلاف ظلم منلې شوي او په کې راغلې: د بحرین شیعیان د دغه هیواد د رسمي مقاماتو له اړخه ځپلې کېږي او دا ځپل او تاوتریخوالی د عبادتی ځایونو ویجاړول او په دغه هیواد کې هر هغه ځای چې د شیعیانو ښاریزو د شتون استازيتوب کوي ترسره کېږي.
د دې راپور له مخې، د بحرین مقاماتو له اړخه په عمدي ډول د شیعیانو کلتوری او دینی هویت په اړه په رسنۍ او د پوهنې سیستم له لارې ګمراه کوونکې معلومات ورکوې او د اهلبیت علیهم السلام منونکو سره کینه لري.
د الدراز سیمه کې د مظاهرې کوونکو لاسونو کې «مونږ د نړیواله حمایت غوښتونکې یو» لیکلې شوي کارډونه لرل او همدارنګه یی د دیني او سیاسي شخصیتونو چې بندیوان دې انځورونه چې ورباندې «نه ظلم سره او نه د فرقې ستم» لیکلې شوې وو په لاسونو کې پورته کړې وو، او د آل خلیفه د حکومت خلاف یی مظاهرې پيل کړي.
دا شخصیتونه له تېرو ۵ کالو نه د مظاهرې لارښود کولو او د آل خلیفه کورنۍ سلطنت د پای لپاره غږ کولو په جرم کې نیولې شوي،
راشد بن عبدالله آل خلیفه د بحرین د هیواد وزیر، تېرو ورځو کې د عربی هیوادونو وزیرانو په غونډه کې خپل د تعصب نه ډک نظر د اهلبیت علیهم السلام منونکو په خلاف څرګنده کړې وو او هغوي یی بدعت کوونکې ټاکلې وو او له دې بدعت کوونکو خلاف د مقابلې کولو ادعا یی کړې وه.
بدعت کوونکې هم هغه عنوان دې چې د داعش غوندې تکفیري ډلې په شام، عراق او د فارس ختیځ نورو هیوادونو کې د شیعیانو خلاف جنګ پیل کولو لپاره ترې ناوړه استفاده کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3480617