IQNA

د انګلیس اهل سنت عالم: داعش د زمانې خوارج دي

1:06 - March 08, 2016
د خبر لمبر: 3479926
نړیواله ډله: د انګلیس اهل سنتو عالمانو غونډې چې عراق ته یی سفر کړې مشر شیخ محمد عمر بن رمضان د داعش خلاف جنګ د اسلام د کفر خلاف جنګ وټاکلو او وې ویل: داعش د زمانې خوارج دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د سپېځلې زیارت نه په نقل، د انګلیس د اهل سنتو عالمانو یوه غونډه د اسلامی وحدت نړیواله غونډې مشر او د لندن اهل سنتو شورا غونډې استازې شیخ محمد عمر بن رمضان په مشرتوب کې په تېره اخیرنۍ هفته کې د عراق سفر ترسره کړو.

شیخ محمد بن رمضان د مطبوعاتي یوې غونډې کربلا کې د امام حسین علیه السلام د سپېځلې زیارت مسؤولانو او دینی عالمانو سره کتنه کې وویل: د داعش خلاف جنګ کول د اسلام له کفر خلاف جنګ کول دې او داعش په هیڅ یوه وجه د اسلام او اهل سنت وړاندې کوونکې نه دي.

هغه په دې غونډه کې تاکید وکړو: داعش د زمانې خوارج دې، لکه څرنګه چې دا په نبوي صلی الله علیه و آله احادیثو کې هم بیان شوي، دې عالم پر دې هم تاکید وکړو چې شیعه او سنی سره دواړه روڼه دې او یو دین لري او د کلونو رسې له یو بل سره په سوله او ملګرتیا کې ژوندون کوې. او د دا رنګه جنایتي ډلو که د دین څرګندوې هم وکړې په دروغو ځانونه مسلمانانو او اسلام سره تړلې، او د دې دوو مذهبونو ترمنځه درزونه نشي اچولې.

http://iqna.ir/fa/news/3480996


captcha