IQNA

د هندوستان شیعیان؛ د عراق نړیواله قاریانو کوربه

23:59 - March 14, 2016
د خبر لمبر: 3479933
نړیواله ډله: د عراق نړیواله او غوره قاریانو ډله د هندوستان بنګلور ښار کې د امیرالمومنین علیه السلام ځانګړې څلورمه کلتوري جشنواره کې ګډون لپاره دغې هیواد ته سفر کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الکفیل خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت له اړخه د هندوستان بنګلور ښار کې د امیرالمومنین علیه السلام ځانګړې څلورمه کلتوري جشنواره کې د ګډون خبر ورکړو.

دا جسنواره به د حضرت امام علی علیه السلام د زوکړې کلیزې نېټه باندې د علی علیه السلام، امام حسین علیه السلام او کاظمین علیهما السلام د سپېڅلو زیارتونو له اړخه د بنګلور ښار حضرت اباالفضل علیه السلام حسینيه کې له ۱۴ نه تر ۱۷ رجب پورې پيل کېږي.

د حرم مطهر نړیواله کلتوري دندې پيل کوونکې غونډې مشر د دې جشنواری پروګرامونو په اړه وویل: دا کلتوري محفلونو به د امام علی علیه السلام په شخصیت باندې تمرکز سره پیل کېږي او دا جشنواره به په راتلونکې وخت کې د هندوستان نورو ښارونو کې د عصمت او طهارت کورنۍ دوستانو او ملګرو سره د اړیکو زیاتولو په موخه پرمختګ کوي او پراخېږي.

د دې کلتوري اونۍ د مختلفو پروګرامونو برخې:

  1. د عراق سپېڅلې ځایونه کتاب نندارتون
  2. د تېرو کلونو غوندې دې کال هم د عراق نړیواله قاریانو په شتون کې د قرآن محفل پیل کول
  3. د هندوستان د جوماتونو، حسینيو نه کتنه او د دغه هیواد شخصیتونو سره لید
  4. د تېر کال غوندې د حرم عباس علیه السلام له اړخه د قرآنی محفل پیل کول
  5. د امام علی علیه السلام د شخصیت معرفي کولو په اړه د مختلفو پوښتنو ځوابونو غونډې

د امیرالمومنین علیهم السلام کلتوري جشنواره د اهل بیت علیهم السلام د تعظیم او د هغوي مبارکو کلتور ته وده ورکولو موخې سره چې حقیقي اسلام ټولو ته څرګنده شي او همدارنګه د هغوي مبارکو د زیارتونو مهمه دنده هم ټولو ته څرګنده شي پيل کېږي. او ورسره په کې د دې مبارکو او سپېڅلې زیارتونو د جوړولو معرفي په اړه هم نندارتون او کانفرانس پیل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3482203


captcha