IQNA

د نوروز اختر؛ د امام رضا علیه السلام په حرم کې د اسلامی انقلاب لارښود وینا

18:38 - March 21, 2016
د خبر لمبر: 3479936
سیاسي ډله: د اسلامی انقلاب لارښود وویل: د امریکا د ایران ملت له امریکا سره د سازباز یا د امریکا د دباؤنو د منلو په دوه لاره کې راولی . دغه دوه لاری په دې معنا دی چې یاباید له امریکا سره سازباز وشی یا دامریکا دباؤنه او دهغو له امله مشکلات وزغموو او دایران ملت باید په دوی کې یوه لاره وټاکی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آیت الله سید علی خامنه ای د دفتر ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د اسلامی ا نقلاب لارښود حضرت آیت الله سید علی خامنه ای د مشهد په سپیڅلی ښار کې د حضرت امام رضا علیه السلام د پاک حرم لسګونو زره زیارتوالو ته په اسنیو شرائطو کې د نړیوال استکبار د سیاستونو په باب وینا کې وویل؛ په اوسنی دور کې استکبار په تیره بیا د امریکا سیاستونه غواړی، د ایران ملت له امریکا سره د سازباز یا د امریکا د دباؤنو د منلو په دوه لاره کې راولی .

آیت الله العظمی سید علی خامنه ای دې ته اشارې سره وویل ؛ دغه دوه لاری په دې معنا دی چې یا باید له امریکا سره سازباز وشی یا د امریکا دباؤنه او دهغو له امله مشکلات وزغموو او د ایران ملت باید په دوی کې یوه لاره وټاکی .

هغوي همدارنګه زیاته کړه او وفرمائیل ؛ له امریکا سره نزدیکیدا د هغه حکومت د هرڅه تپَنو د منلو په معنا ده. مونږ له امریکا سره ډیر اختلافات لرو او دا اختلافات باید حل کړو، خو د امریکا له نظره د اختلافاتو حل په دې معنا دی چې د ایران اسلامی جمهوریت له خپلو اصولو او سروکرښو سر وغړوی .

د اسلامی انقلاب لارښود همدارنګه وفرمائیل؛ امریکا غواړی اسلامی جمهوری نظام د فلسطین، غزې، یمن او د بحرین د ملتونو او دغه راز د سیمې د مظلومانو له ملاتړه ډډه وکړی او د هغوی له سیاسی ملاتړه لاس په سر شی. د مسلمانانو ولی امر له صهونیسټ رژیم سره د سیمې د ځینو حکومتونو نزدیکیدا ته په اشارې سره وویل، دوی غواړی د ایران اسلامی جمهوریت هم له صهونیسټ رژیم سره نزدې شی .

حضرت آیت الله سید علی خامنه ای په ایټمی قضیې او د مشترک اقدام په جامع پروګرام یا برجام پروګرام کې د امریکا او د استکباری چلند ته په اشارې سره روښانه کړه: امریکا په ایټمی موافې کې، پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او بندیزونوته دوام ورکوی. امریکا غواړی ایران له سیاسی مسئلو، چې د اسلام حکم او د اسلامی نظام پابند دې، نه ډډه و کړی. دا داسې غوښتنه ده چې امریکا به هیڅکله هم ورته ونه رسیږی .

د سرزورو قدرتونو په مقابل کې د ایران د ملت مقاومت یوازې شعار نه دی، بلکې په اسلامی جمهوری نظام کې ئې ورائښت موندلی دی. ایران هیڅکله هم له سرو کرښو شاتګ نه کوی او اجازه نه ورکوی چې زیات غواړی قدرتونه، په سیاسی ،اقتصادی دباؤنو اویا پوځی ګواښونو سره دخپلو موخو په لور په حرکت کې د ایران لاره بنده کړ ی . نن سبا ایران د ډیپلوماسۍ په ډګر او دغه راز په ایټمی موضوع کې د دښمنانو د ګواښونو په فرصت بدلولو کې داسې ستر بریالیتوبونه ترلاس کړی دی چې دایران په ایټمی حقوقو بدل شوی دی .

دا ، داسلامی انقلاب دموخو او اساسی اصولو په سر سودابازی نه ده . البته امریکا پخپل خیال هڅه کوی بندیزونو ته دوام ورکړی او په داسې رودې سره عمل کوی چې دامریکا دخزانې وزارت له لارې په حقوقی خنډونو سره له ایران سره دسترو بانکونو او شرکتونو دمالی تعاملاتو مخه ونیسی ،چې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تعبیر ، د امریکا دغه چلند د دښمنۍ یوه نښه ده .

د ایران اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب له بری نه وروسته په ۳۷کلونو کې د سلطه غواړو قدرتونو د دسیسو په مقابل کې په مقاومت اودریدا سره ښودلې ده، چې د پخپلو حقه موخو کلک ولاړ دی او هیڅکله به اجازه ورنه کړی چې دښمنان ایران تسلیمیدا ته تیار کړي.

د ایران ملت په ټولو ډګرونو کې په خپل عمل کې ښودلې ده چې که یو ملت وغواړی نو خپل هویّت، امنیّت او خپلې ګټې ترلاسه کولې شي، او د دې لازمه یواځې په ځان باؤری او تل پاتیکیدا ده.

captcha