IQNA

د ترکی پولیس خبرداری ورکړی ده

11:45 - March 28, 2016
د خبر لمبر: 3479941
نړیواله ډله: د ایستر اختر په ورځ د ترکی پولیس په مسیحیانو او یهودیانو باندې د احتمالی بریدونو په خبردارې ورکړي دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی آناتولی حکومتی خبرونو نه په نقل، پولیس د هفته د ورځې دغه سراسر هیواد کې د اتبار په ورځ د داعش له اړخه په کلیسا او عبادت خانو باندې د احتمالی برید خبردارې ورکړي.

د ترکی پولیس په دې پیغام کې خبردارې ورکړې چې ممکنه ده د داعش ترهګره ډله د غیر مسلمانانو عبادت خانو باندې او همدارنګه په قونسلګریو او سفارتونو باندې په تېره بیا په آنکارا کې بریدونه وکړي.

دا امنیتي خبرداري داسې وخت کې صادر شو چې په تېره هفته (۲۹/۱۲/۱۳۹۴) استامبول ښار کې د بم چاودنې نه ۴ کسان سره د یو ایرانی مړه او یو شمېر کسان ژوبل شوي دې.

د ترکی مقاماتو د دغه ترهګرې پېښي مسئول داعش ټاکلې.

په اخیرنۍ اته میاشتو کې ۶ چاودنې او یو شمېر د ترهګري بریدونه د ترکی مختلفو سیمو کې رامنځته شوي چې د آنکارا د مقاماتو له اړخه داعش د څلورو بریدونو مسئول ټاکلې شوي چې په کې د اکتوبر میاشته کې د ترکې مرکزی ښار کې د سولې لاریون کې چاودنه وه چې ۱۰۳ کسان په کې مړه شوي وو.

همدارنګه د نورو دوو حملو مسؤولیت د کردستان ترهګرې ډلې (پ ک ک) په غاړه اخیستلې وو.

ترکی د داعش مخالف په سوریه او عراق د امریکا د لاس لاندې ایتلاف کې شمېرلي کېږي. که څه هم آنکارا په شام کې دغه ترهګرو ډلو ته وسله ورکولو او روزنې ورکولو باندې تورن دي.

http://iqna.ir/fa/news/3484588


captcha