IQNA

د سينګاپور قرآن ملي مقابلې ګټونکو لمانځل

11:35 - April 26, 2016
د خبر لمبر: 3480000
نړیواله ډله: د سينګاپور قرآن ملي مقابلو اخیرنۍ مرحله کې ګټونکي معرفي او ولمانځلې شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د استریت تایمز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن ملي مقابلې هر کال د سينګاپور اسلامی شورا له خوا پیل کېږي، نور العزه کمسانی چې د ښځو برخه کې اسلامی روزنو معلم دي، احمد دانیال محمد ریزال چې د سړو برخه کې دي د دې مقابلو ګټونکي وو او د سينګاپور د غړې عنوان سره د قرآن نړیواله مقابلو کې ګډون لپاره وټاکلې شو.

د سينګاپور غونډې مشره حلیمه یعقوب د دې مقابلو د پایی مراسمو مېلمنه وه، هغې خپل تقریر کې مسلمانان د قرآن صحیح معنا درک کولو او د اسلامی ارزښتونو خیال ساتلو باندې ټینګار وکړوو، او وې ویل: د مهرباني، برابري او عدالت غوندې ارزښتونه د مسلمانانو د ورځنې ژوند بنیادي ارزښتونه دي.

هغې زیاته کړه: دې ارزښتونو ته ژمنتیا په دې وخت کې چې ټولنه له افراطی ایدیالوژیو راڅرګندېدنو سره مخامخ ده او چې خپل تاوتریخوالی نه ډک عملونو له قرآن نه توجیه کوې ډېر اهمیت لري.

د سينګاپور اسلامی شورا مشرانو، دې کال دې مقابلو کې د ګډون کوونکې ځوانانو شمېر د تېرو کالو په نسبت زیات ښودلې چې دا په دغه ټولنه کې د ځوانانو قرآن زدکړې ته اهمیت ورکولو او تشویق کولو نښه ده.

http://iqna.ir/fa/news/3491668


captcha