IQNA

د حضرت عباس علیه السلام د زیارت بېرغ د هند حسینيه باندې پورته کړو

8:13 - April 29, 2016
د خبر لمبر: 3480004
نړیواله ډله: د هندوستان «بنګلور» ښار حسینيه ګنبد او انګړ د حضرت عباس علیه السلام د زیارت سپېڅلې بیرغ پورته کولو سره ولمانځلې شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کفیل نړیواله چینل نه په نقل، د هندوستان بنګلور ښار حسینيه ګنبد چې د حضرت عباس علیه السلام د مرقد شبیه دې باندې د حضرت ابوالفضل علیه السلام د زیارت بېرغ له تکبیر او صلواتو سره پورته کړې شو، په دې مراسمو کې د شتون لرونکو لېوالتیا د دغه هیواد د خلکو له عصمت او طهارت کورنۍ سره د عشق او د مینې څرګنده نښه وه. هغه خلک چې له حضرت عباس علیه السلام د زیارت نه لرې دي او زړونه یی له دې سپېڅلې زیارتو لپاره ناکراره دې له سترګو یی د اوښکو رودونه روان وو.

دغه خلکو د حضرت عباس علیه السلام د بېرغ خپل کلې کې پورته کول یو ستر ویاړ وګڼل او په دې چارو کې لاس لرونکو نه مننه وکړه او وې ویل: د حضرت عباس علمدار علیه السلام بېرغ پورته کولو سره زمونږ خوشحالې دوه برابر شوې ځکه چې د امام علی علیه السلام د زوکړې په ورځ له سپېڅلې زیارتونو چارې ترسره کولو غونډې سره یوځای یو او نن دا بېرغ هم پورته شو.

د بنګلور د حسینيه قبه او نور عمارت د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت غوندې جوړ شوي او د اهلبیت علیهم السلام عاشقان او مومنان د دې ښار له بهر او دننه نه دې ځای ته له دعا لپاره راځي.

د امیرالمومنین علیه السلام کلتوري جشنوزمه د اردیبهشت میاشته ۳ نه تر ۶ پورې په څلورم کال دې د هندوستان هیواد کې ترسره کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3492286


بچوې: ایکنا ، iqna ، quranic ، quran ، abbas alamdar ، hazrat abbas ، zeyarat ، hindi ، indian ، india ، imam ، pashto ، ali
captcha