مالیزیا ته لېږلې شوې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) خبریال د راپور له مخې، د مالیزیا قرآنی نړیواله مقابلو حفظ برخې خپل کار ترسره کړو، په دغه ورځ د سينيګال، کاناډا او د یو شمېر نور هیوادونو حافظانو ګډون وکړو او د داورانو د پوښتنو ځوابونه یی ورکړل.
په دې برخه کې له هر کس نه درې پوښتنې وپوښتلې شوې او حافظانو د هغې ځوابونه ورکړل.
داوران به نن د مصر، لبنان، عربستان او مالیزیا هیوادونو حافظانو نه پوښتنې کوې.
لومړي ورځ باندې مقابله کوونکې له ځنې غلطیانو، لکه د اعرابو غلطی، د فعل صیغه کې بدلون، یو غوندې آیتونو کې غلطي سره مخامخ وو او په ښه توګه یی ځوابونه ور نکړل.
د حفظ مقابلو برخه دریم کال دې چې ترسره کېږي چې جمهوری اسلامی ایران په دې برخه کې د مالیزیا له خوا دعوت نه ورکولو له مخې شتون نه لري.
د مالیزیا قرآن قرائت او حفظ نړیواله مقابلو ۵۸ دوره تیره ورځ د محلي وخت ۲۰ بجې (۱۶:۳۰ د تهران وخت) د مالیزیا د دینی چارو وزیر جمیل خیر بهارم، سفیرانو او د مختلفو هیوادونو دیپلماتی کسانو شتون سره شروع شوې وو.
د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې به تر ۱۸ اردیبهشت سهار کې د حفظ برخې او مازدیګر کې د قرائت برخې کې ادامه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3494412