IQNA

رمضان المبارک میاشته کې د قرآن کریم حفظ مدرسو نه د اندونیزیا د زړه روښانو استقبال

15:48 - June 29, 2016
د خبر لمبر: 3480103
نړیواله ډله: د اندونیزیا زړه روښانه لپاره ځانګړې د قرآن حفظ کولو مدرسې د رمضان المبارک میاشته کې د دغه خلکو لپاره پرانیستلې شوې چې ترې په ستر ډول استقبال شوي.
رمضان المبارک میاشته کې د قرآن کریم حفظ مدرسو نه د اندونیزیا د زړه روښانو استقبال

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (arabi21.com) خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا شمال سوماترا جزیره ستر ښار کې مدان قرآنی مدرسې د زړه روښانه کسانو لپاره د قرآن حفظ کولو زدکړې وړاندې کوي.

د دې مدرسې قرآنی درسونه چې د زړه روښانو له اړخه ترې ډېر ښه استقبال وشو د رمضان المبارک میاشته کې پیل کېږي د اندونیزیا د ړندو اتحادیه له اړخه وړاندې کېږي.

د دغې مدرسې یو زړه روښانه استاد خیر الانوار وویل: مونږ کوښښ کوو چې طبیعي او عادي ژوند وکړو او دا معلولښت زمونږ د موخې ترمنځه مانع نشي جوړېدلي، دا مدرسه د زړه روښانه کسانو لپاره ده او دا زمونږ لپاره یو ښه فرصت دې چې کار عبادت او زدکړه وکړو، همدارنګه دا مدرسه زړه روښانو سره مرسته کوې چې د هغوي پر ځان اعتماد پیدا شی.

خیرالانوار وویل: یو شمېر زړه روښانه چې دې مدرسې ته د قرآن حفظ لپاره راغلې، تر ۴۰ قرآن زده کوونکې دې، چې ټول له مدان ښار نه دې، دا مدرسه غواړې چې سراسر اندونیزیا کې د زړه روښانو قرآن کریم قرائت مقابلې پیل کړې.

د راپور له مخې، نورې مدرسې لکه د اندونیزیا مرکزی ښار جاکارتا کې روضه المکفوفین (د زړه روښانو جنت) هم د رمضان المبارک میاشته کې د زړه روښانو ته د قرآن حفظ کولو زدکړې وړاندې کوې.

اندونیزیا یو ستر اسلامی هیواد دې چې ۸۷ ٪ ټولنه یی ۲۵۰ ملیونه مسلمانان دي همدارنګه رسمي شمېرنې کې په آسیا کې د ټولو نه زیات زړه روښانه اندونیزیا کې دې چې تقریباْ درې ملیونه ړانده په اندونیزیا کې ژوند کوې.

http://iqna.ir/fa/news/3510292


captcha