IQNA

پاکستان کې د محرم لپاره ځانګړې امنیتي اقدامات

14:16 - October 04, 2016
د خبر لمبر: 3480220
نړیواله ډله: د پاکستان پولیس په محرم کې د عزاداري مراسمو امنیت حفظ کولو لپاره سخت امنیتي اقدامات ترسره کړې دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د پاکستان مهم ښارونو کې د محرم الحرام میاشته کې د امام باړو او د عزادارنو لاریون لارو امنیت لپاره مهم او سخت اقدامات کړې.

د دې پروګرام پر اساس، د پاکستان د مختلفو ښارونو لارو کې به دا سخت امنیتي اقدامات ترسره کېږي او له دې لارو به پولیس سختي څارنې کوې.

دغه تصمیم د محرم الحرام میاشته کې د پولیس مرکزونو کې د امنیت په اړه یوې مهمې غونډه کې چې پېښور، ملتان، کراچۍ، راول پنډي او اسلام آباد کې د پاکستان د پولیسو عملیاتو مشر ستر مشر عباس مجید خان مروت په مشري کې ترسره شو.

پېښور تور پوښ شو

همدارنګه پېښور ښار کې د ایران کلتوري سازمان د پېښور «آج» ورځپاڼې نه په نقل سره راپور راکړې چې د محرم میاشتې په او د امام حسین علیه السلام د شهادت ورځې په احترام کې د خیبر پختونخواه مرکزي ښار پېښور ټول تور پوښ شوي.

هم دې برخه کې، عمومي ځایونه، دوکانونه، سړکونه، کوڅې، جوماتونه او امام باړې د شیعه او سنی مسلمانانو له اړخه پېښور کې تور پوښ شوي او د عزادارو نذر او خوړې لپاره ځایونه تیار شوي.

د امنیت او سولې حفظ کولو لپاره دغه کوڅو او ځایونو کې کورونه په کرایه ورکول او موټرسیکل هم په دغه ځایونو کې ودرولو او چلولو باندې بندیز لګولې شوي.

د خیبر پختونخواه حکومت په پېښور ښار کې د محرم الحرام په میاشته کې د امنیت لپاره ضروري اقدامات ترسره کړې دي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3534301


captcha