IQNA

راخین کې د مسلمانانو شتون پای ته رسولو لپاره د بودائیانو غونډه

22:23 - October 07, 2016
د خبر لمبر: 3480229
نړیواله ډله: میانمار کې بودایی افراطی ډلو په ورستو ورځو کې یوه غونډه پيل کړې چې اصلی محور یی توكمپالنه او د راخین ایالت په روهینګیا ښار کې د مسلمانانو شتون پای ته رسولو لپاره هڅې کول وو.
راخین کې د مسلمانانو شتون پای ته رسولو لپاره د بودائیانو غونډه
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Arakanna خبرونو نه په نقل، دغه غونډه له 300 نه زیات بودائیانو په شتون کې پيل شوه، چې په کې د روهینګیا اقلیتی مسلمانانو شتمنې او ځمکې نیولو لپاره قانونی لارې او نوې طریقو معرفي شوې.
همدارنګه د مسلمانانو سره د ګډون لاره نیولو او د ژوند هر فعالیت کې له هغې نه ډډه کولو لارې په دغه غونډه کې وڅېړلې شوې.
دا غونډې د میانمار د ډیموکراسۍ نیمګړی ده، د دغه غونډو محتوا نه په بشپړه توګه خبرتیا نه پس هم محلي چارواکي هیڅ اقدام نه کوې.
د میانمار د قوانینو له مخې د میانمار درې سوه زره مسلمانان چې زیات د میانمار غرب په راخین ایالت کې مېشت دې د خپلو ښاریز حقوقو نه محروم دي او کډوال شمېرلي کېږي.
د روهینګیا ګڼ شمېر مسلمانان له کال ۲۰۱۲ نه د بودائیانو د ظلم لاندې ژوند کوې، او اقتصادي، حقوقي او ټولنیز تبعیض د هغوي ژوند ډېر سخت کړي دي.



captcha