قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) wxyz.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دې نا معلومه کس د خپلې ټویټر پاڼه باندې د میشیګان ولایت پیتس فیلد ښار کې د اسلامی مدرسې او جومات جوړولو لپاره وړاندیز شوي ځای په اړه ګواښ ورکړي او لیکلې دې: اجازت ورکړي چې جومات او مدرسه جوړه شی او بیا یی والووزم... کله چې د امریکایی اسلامی اړیکو شورا په ځمکه کې غونډه پيل کوې ... نو مسلمانان حق لري چې سنګسار شي.
داود ولید، میشیګان کې د امریکایی اسلامی اړیکو شورا مشر وویل: اف بی آی پولیس د دارنګه پیغامونو چې په ټولنیزه چینلو کې خپرېږي ته ډېر جدی دي او په سختي سره یی تعقیب کوي.
هغه زیاته کړه: احتمال ورکړې شوی چې ګواښ ورکوونکې د نفرت نومي ډلې سره تړون لري.
د میشیګان چارواکو هم دا تاکید کړې چې د ټولو ګواښونو به په جدی توګه تعقیب کوي.
سره د دې چی میشیګان امریکا کې د اسلامی ټولنې تر ټولو ستر ځای دي بیا هم د اسلام په اړه دغه ولایت کې ډېر غلط تصورات شتون لري، د امریکا فدرال پولیس شمېرنې په رڼا کې د یوولسم سپټمبر له پېښي نه پس د مسلمانانو خلاف دینی نفرت ۵۰٪ زیات شوي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3535994