IQNA

مالیزیا کې د قرآن سپکاوي پایپاک باندې اعتراض

1:17 - December 04, 2016
د خبر لمبر: 3480294
نړیواله ډله: د مالیزیا ملاکا ولایت اسلامی چارو ادارې تقریباْ ۵۰۰ پایپاک نیولې چې د قرآن کریم آیتونه لیکلې شوي پاڼو نه ډک شوي وو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالای میل آنلاین ورځپاڼې نه په نقل، د مالیزیا هیواد وزارت او پولیس د ملاکای مرکزی ښار کروبانګ د یو انبار نه پایپاک را جمع کړي.

د ملاکا اسلامی چارو ادارې مشر رحیمین بانی وویل: دا پایپاک د اندونیزیا نه راغلې او د ملاکا او جوهر د ولایت په خلکو کې خپرو شوي

هغه یو خبری کانفرانس کې وویل: هغه انبار چې ترې دا پایپاک ضبط شوی د یو شرکت دي چې د کور سامان سره د پایپاک خرڅوي او دا محصول یی له اندونیزیا نه راوړي او دوکانونو او هټۍ باندې خرڅ کړي.

بانی زیاته کړه: دغه شرکت د دې مسئله تر پایی رسیدو لپاره په همغږۍ د پولیسو سره کار کوي او څېړنې څرګنده کوې چې په دغه پایپاک کې د اندونیزیا د مدرسو قرآنی کتابونو نه استفاده کړي.

په دې اړه څېړنې روانې دې او په دې کې لاس لرونکو ته به د مالیزیا د قانون په رڼا کې سزا ورکړي کېږي.

دا مسئله انټرنیټ ته هم را ښکېلې شوي او په اخیرنۍ ورځو کې چې کومو کسانو دا محصول اخیستلې، خپل اعتراض یی په ټولنیزه چینلو کې رانیولي.

http://iqna.ir/fa/news/3550406/


captcha