قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، پاکستان کې د ایران کلتوری سازمان د ویبپاڼې نه په نقل، د مقابلو دا مرحله چې د وحدت اونۍ مناسب سره په ۲۴ آذر چهارشنبه باندې د پاکستان صوت القراء العالمي موسسې په مرسته د کراچۍ کمپانی جومات کې پیل کېږي.
د مقابلې په دې دوره کې د پاکستان مشهور ۲۴ قاریان د ټول قرآن حفظ او د قرآن کریم تلاوت برخو کې مقابله ترسره کوي.
د اوقاف قرآنی مقابلو کې د پاکستان بریالي غړي
د ایران کلتوری سازمان له اړخه پيل شوي مقابلې کې له لومړۍ نه تر دریم مقام ترلاسه کوونکې د حفظ او د قرائت مقابلو لپاره به د جمهوری اسلامی ایران قرآنی نړیواله مقابلو کې د ګډون لپاره دي مقابلو ته معرفي کېږي.
مقدماتي دوره کې د پاکستان پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پختونخوا څلور ولایتو ترمنځه مقابله پیل شوه چې په کې له هر ایالت نه شپږ کسان(دری کسان د حفظ او دری د قرائت په برخه کې) انتخاب شول او اخیرنۍ مرحلې لپاره وټاکل شو.
د دې مقابلې اخیرنۍ مقابله به د جشن میلاد النبی صلی الله علیه و آله په ورځ ۲۵آذر باندې د علمی، کلتوري او دینی شخصیتونو په شتون کې د اسلام آباد هوټل کې پیل کېږي چې ګټونکو ته به اهدا هم ورکړي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3553003