قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د press tv نه په نقل، دا غونډه د مالیزیا پوترا پوهنتون همکارۍ سره د مصطفی صلی الله علیه و آله علم او ټکنالوژۍ بنسټ له اړخه د مصطفی صلی الله علیه و آله کلیزه جایزه مقابلې پیل کېدو په وخت پیل شوه.
د سراسر نړۍ نه یو شمېر کارپوهه او پوهاند مسلمانان په دې ۵ ورځې غونډه کې چې تر ۳ دی پورې ادامه لرله ګډون وکړو.
مصطفی جایزه د علم او ټکنالوژۍ حوزې یوه مقابله ده، چې هر دوه کالو کې یو ځل پیل کېږي او د مختلفو زدکړو ورکشاپونو او غونډو سره چې په کې د اسلامی هیوادونو نه پوهاند او څېړونکې ګډون کوي پیل کېږي.
دا مقابلې اسلامی هیوادونو کې د زدکړو او روزنو ته وده او تشویق کولو هدف سره او د علم او ټکنالوژۍ موسسو ترمنځه همکارۍ ته وده ورکولو لپاره د اسلامی همکاري سازمان غړو هیوادونو ترمنځه پیل کېږي.
د استادانو او د څېړونکې ترمنځه اړیکې ته وده ورکول او اسلامی هیوادونو کې علمي پرمختګ د دې پروګرامونو نورې موخې ګڼلې شوي.
د مصطفی جایزه په څلورو برخو د بيولوژيکي علم او ټکنالوژۍ، طب، نانو علم او ټکنالوژۍ، د اړیکو او اطلاعاتو علم او ټکنالوژۍ او د علم نورو برخو کې پیل کېږي.
دا جایزه ترلاسه کولو لپاره چې د کومو برخو څېړنه کېږي هغې کې د خپرونو کیفیت او شمېر، د نوښت او ابتکار شمېرلې شي.
د نانو ټکنالوژي کار پوهاند جکی پینګ چې سينګاپور کې او د اردن کیمیاپوه عمر یاغي چې په تهران کې د مصطفی جایزه ترلاسه کړې وه هم به دې کال په مالیزیا کې شتون لري.
مصطفی صلی الله علیه و آله جایزه په کال ۲۰۱۳ کې شورو شوي او اسلامی هیوادونو د لومړۍ صف پوهنتون او علمي مرکزونه په دې کې ګډون کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3555610