IQNA

د *قدس نړیواله قاری* مقابلې ګټونکي وټاکلې شو

15:28 - December 24, 2016
د خبر لمبر: 3480326
نړیواله ډله: فلسطین کې د *قدس نړیواله قاری* انټرنیټي مقابلې نتیجې اعلان وشو.
د *قدس نړیواله قاری* مقابلې ګټونکي وټاکلې شو

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قدس نټ خبرونو نه په نقل، د فلسطین سپوږمیزه چینل «هنا القدس» د دې مقابلې پیل کوونکې وو او دا قرآنی مقابلې له مرداد میاشتې ۳۱ نه د انټرنیټ په طریقه شورو شوې وې.

۳۸۰ کسانو په دې مقابلې کې ګډون وکړو او د داوري کمېټه را لېږلې شوي تلاوتونو کې څېړنې نه ورسته په اخیره کې پنځه کسان د لومړۍ نه تر پنځم پورې رتبه ترلاسه کوونکې قاریانو نومونه اعلان کړل.

په دې مقابله کې له فلسطین، مصر، مراکش، الجزایر، سوریه، اردن، لبنان، یمن، بنگلادش، عراق، سومالی، افغانستان، بحرین، عربستان، کانادا، آمریکا، کنیا او پاکستان نه قاریانو ګډون کړي وو.

په دې مقابله کې لس قاریانو په اخیرنۍ مرحله کې له یو بل سره مقابله وکړه.

په دې مقابله کې له مصر نه بلال غازي لومړي، له بحرین له محمد مجاهد، له مصر نه یوسف معاطي، له شام نه عمر الزهوری او له فلسطین نه العشی په ترتیب سره دویم نه تر پنځمه پورې رتبه ترلاسه کړه او د ۳ زره نه تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې نغد انعامونه یی ترلاسه کړل.

محمود عبدالرحمان له مصر نه، محمود حسن له سومالی نه، فواد ادریسی له الجزایر نه، محمد حسین له کاناډا نه او عدنان ابوحمیده له مراکش نه شپږم نه تر لسم پورې رتبې ترلاسه کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3555530


captcha