IQNA

د سربيا «پرشوا» ښار کې لومړۍ د قرآن کریم حافظه ښځه

10:05 - December 28, 2016
د خبر لمبر: 3480331
نړیواله ډله: الما زین الله چې ۱۸ کلنه ده، چې د سربيا په جنوب کې واقع «پرشوا» ښار لومړۍ او یواځې ښځه ده چې ټول قرآن کریم یی حفظ کړي.
د سربيا «پرشوا» ښار کې لومړۍ د قرآن کریم حافظه ښځه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی ترکی خبرونو نه په نقل، د البانيا الما زین الله مسلمانه ښځه د سربيا په جنوب کې واقع «پرشوا» ښار کې ژوند کوي.

هغه ۱۸ کلنه ده، او د دغه ښار د لومړۍ قرآن حفظ کولو لومړۍ ښځې عنوان یی هم ترلاسه کړوو دې وخت پرشوا ښار کې دوه د قرآن کریم حافظان شتون لري چې الما زین الدین د هغې نه یوه ده.

د قرآن کریم دې حافظې ښځې په دې اړه چې څرنګه یی قران حفظ کړو وویل: شورو کې د قرآن آیتونه حفظ کول ما لپاره ډېره سخته وه، ځکه چې زه په عربۍ ژبه نه پوهېدم حتی د عربۍ الف باء نه هم خبر نه وم، په دې لاره کې یو استاد ما سره ډېره خوارې وکړه او ما د قرآن کریم لوست زده کولو نه پس د دغه آسماني کتابونه یادول شورو کړل.

الما زین الله وویل: دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم سره مینه زما په ژوند ښه تاثیرات لري، څرګنده کړه: له دې نه ورستو چې د ټول قرآن حافظه شوم، تحصیلې برخه کې هم ډېر پرمختګ می وکړو، قرآن کریم ماته د ژوند لارې خلاصې کړي چې له دې نه مخکې زه خبر نه وو ما له قرآن نه د خپل ژوند زدکړه کړې، زما په خیال د قرآن کریم د تلاوت زیات لذت بل هیڅ نه لرې.

د قرآن دې حافظې خپلو خبرو کې دې مطلب ته چې هغه د دغې ښار د ټول قرآن لومړۍ ښځه حافظه ده ته اشارې سره وویل: ځنې فکر کوې چې ښځې سترو کارونو ته لاس نه شې اچولې او نه یی شي کولې، خو ولی زما په خیال د هغې دننه هم دا عزم او اراده شتون لري چې د هغې هم د ټولنې او همدارنګه د راروان نسل بنسټ اېښودلې شي.

http://iqna.ir/fa/news/3556657


captcha