IQNA

د کاناډا اوسېدونکو ته د مسلمانانو د کريسټمس هدیه

11:04 - December 31, 2016
د خبر لمبر: 3480336
نړیواله ډله: د کاناډا مسلمانانو ښار کلګری کې هر کال د کرسمس په ورځ په لاره کې پرته ووره لرې کولو سره او د ګلاب څانګېو چاکلېټ او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله احادیث نه مزین کارډ خلکو ته وړاندې کوي.
د کاناډا اوسېدونکو ته د مسلمانانو د کريسټمس هدیه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د CBCNews خبرونو نه په نقل، دا کار له څو کالو نه شورو شوي چې د کلګری هر اسلامی انجمن له اړخه او د دغه ښار مسلمان ځوانان یی ترسره کوي.

په دغه کارډونو باندې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله مشهور حدیثونه لیکلې شوې چې مضمون یی دا دې «مومن ډېر زړه سواند او سخاوت منده دې او بهترین انسانان هغه دي چې له ټولو مخکې خبر یی تر خلکو ورسېږي ».

محمود عباس چې د اسلامی کلګری انجمن مشر دی په دې اړه وویل: تقریباْ ۵ کاله کېږئ چې دا کار د مرکز ځوانانو لپاره په یو سنت کې بدل شوي، دې کال مونږ ۱۰۰ کسان وو.

هغه زیاته کړه: دې کار سره غواړو په ټولنه کې ښه کارونه ترسره کړو.

دا کال د کلګری اسلامی انجمن لپاره سخت کال وو ځکه چې دوه ځل د بې نومه کسانو برید سره مخامخ شو.

یو بل اسلامی مرکز هم به دغه ښار کې له برید سره مخامخ شو، چې د مرکز شیشې ورته ماتې کړي او د قرآن کریم یو شمېر نسخې یی وسوځېدې.

دغه مرکز له دې نه مخکې هم د تاوتریخوالي نه ډک لیکنې ترلاسه کړې.

د میاشتې په اخیر کې یو شمېر د اسلام نه وېرولو پېښي د کاناډا په البرتای ولایت کې ترسره شوي.

سیندی راسل، یو ګاونډې چې د مسلمانانو د ښه کارونو نه یی تاثیر اخیستلې وویل: ډېر خفه شوم. دغه ټول ځوانان ډېر عاجزه او مهربانه دی.

هغه زیاته کړه: د مسلمانانو په هکله ډېره ویره او نا پوهې شتون لرې او ډېر خلک د وېرې له سببه نه غواړې چې له مسلمانانو او د اسلام نه خبر شي.

سیندی راسل د کلګري مسلمانانو ته وویل: زه له تاسو ډېره مننه کوم چې د دې کال هدف مو راته څرګنده کړو، دا اوس هغه وخت را رسېدلې چې باید خپله مینه او مهربانۍ یو بل ته څرګندې کړو.

http://iqna.ir/fa/news/3557277


captcha