قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د کویټه مومن ځوانانو د هڅو سره او د شتمنو په مرسته به علمدار روډ باندې حسین آباد سیمه کې المزمل موسسه، خزینة العلم مدرسه او ناصر آباد کې د صبح نو قرآنی کلتوري اکاډمۍ څارنې لاندې قرآنی نوې مدرسې د کویټه ښار په مختلفو سیمو کې جوړېږي.
د قرآن کریم نوې مدرسې او مرکزونه سره د قران کریم د تلاوت، ترتیل، حفظ او د اسلامی عقاید، احکام او اخلاق کلاسونه به پيل کوي.
همدارنګه دا مرکزونه به د کمپیوټر او انګرېزۍ ژبی کلاسونه هم پیل کوې او د ماشومانو ورزش او لوبو لپاره به هم مختلف پروګرامونه ترسره کوي.
کویټه ښار کې یو زیات شمېر قرآنی او اسلامی فعالیتونه د قرآنی او کلتوری مرکزونو له اړخه پیل کېږي او دا مرکزونه د ماشومانو او محصلانو په روزنه کې خپل رول ترسره کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3568287